روزنامه اصلاح
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

په خوست کې ۱۲۰۶۵ امریکایی ډالرو په ارزښت د څلورو پروژو کارونه پېل شول.

نن ورځ په خوست کې د ADA موسسې په مالی لګښت د څلورو پروژو کارونه عملا پېل شول.

پدې اړه جوړو شویو مراسمو کې اقتصاد ریاست سرپرست رئیس شهزاده پیر د ADA موسسې له مسؤلینو مننه وکړه, چې د خوست خلکو ته په خدمت مصروف او پدې ولایت کې په مختلفو برخو کې پروژې تطبیقوی.

شهزاده پیر زیاته کړه, چې ټول دولتی او غېر دولتی موسسات کولی شی, چې په پوره ډاډمنه توګه په خوست کې خپلې پروژې تطبیق کړی, د دوی د امنیت او نورو برخو کې ټول امنیتی او ملکی ادارات همکاره دی.

د ADA موسسې ولایتی مسول پخپلو خبرو کې وویل, چې نن ورځ د متون لنډۍ کلی کې ۴۰ متره استنادی دیوال, عمر کلی کې درې د اوبو کوچنی سر بندونه, د اسماعیل خېلو او مندوزیو ولسوالۍ اړوند میشخانه کلی کې د ۶۵ مترو په اوږدوالی استنادی دیوال او هم د مندوزیو په خاډول کلی کې یو کوچنۍ سر بند او پل کارونه عملا پېل شول.

نوموړی زیاته کړه, ددې پروژې کارونه به د قرارداد مطابق ترسره شی, چې د ورځې لخوا به تر ۲۵۰ نفرو کاریګر پکې په کار بوخت وی.

ممکن است شما دوست داشته باشید