روزنامه اصلاح
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

په خوست او مزار شریف کې د دښمن د ماینونو د چاودنو په اړه مطبوعاتی اعلامیه

ارګ، کابل: په خواشینۍ سره چې د افغانستان دښمنانو د خپلو جنایتونو په دوام دا ځل د خوست ولایت د علیشېرو ولسوالۍ اړوند سیمه او د مزارشریف ښار کې د ماینونو په چاودنه کې د ښځو او ماشومانو په ګډون زموږ یو شمېر هیوادوال شهیدان او ټپیان کړل.

جمهور رئیس غنی د دغو پېښو د غندلو پرمهال وویل، وسله وال طالبان چې د هیواد او هیوادوالو لپاره له وحشتونو، جنایتونو، ترور، وژنو او بدمرغیو مه واره بل هیڅ هم نه لری، پر ملکی تاسیساتو او وګړو د دغه ډول تروریستی بریدونو او جنایتونو په ترسره کولو سره د ځان په اړه لا د ولس کرکه او نفرت راپاروی.

زموږ اتل او زړور امنیتی او دفاعی ځواکونه به خامخا له تروریستانو څخه د دغو جنایتونو او زموږ د هیوادوالو د وینو غچ واخلی. هغوی به په هرځای کې ولټوی او نابود به یې کړی.

جمهور رئیس غنی د یادو تروریستی پېښو د عاملینو د نیولو او مجازات په اړه د لارښوونو ترڅنګ د شهیدانوکورنیو ته د خپلې ژورې خواخوږۍ او همدردۍ مراتب څرګندوی او ټپیانو ته د خدای تعالی په دربار کې د بشپړې روغتیا هیله کوی.

ممکن است شما دوست داشته باشید