روزنامه اصلاح
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

په خوا له رسنیو کې د ملګری ابتکار چا کړی او څه شی دی؟! له حامد افغانه یې اورو:

د خواله رسینو له مخامخ او خورا اغېزمن اثر څخه اوس په هیڅ صورت انکار نه شی کېدای، که څوک وغواړی او که ونه غواړی مثبتو او منفی اغېزوته به یې ځان تسلیموی.

اوس چې د خواله رسینو ټولو وسایلو ځان د مجبوریت له حده وېستلی او دخلکو مجبوریت ته یې رسولی، ځکه یې نو له ډېرو هغو حدودو او نزاکتونو سرغړاوی پیل کړی چې په لومړی سر کې یې د ناپېیلتوب او نه طرف په دعوه پیل کړی و، خو اوس یې د خلکو ددغه مجبوریت نه په استفاده ترسره کوی او د خپل ناپېیلتوب دعوه یې تر سوال لاندې راوستې، همدا لامل دی چې خلک یې د بدیلو لارو چارو په فکر کې کړی، خو په دې چاره کې هر څوک هم نه شی بریالی کېدلای .

دا مرکه مو له همداسې چاسره کړې چې په دې لاره کې تر ډېره بریالی شوی دی او په خواله رسنیو کې یې د فیسبوک بدیل افغانی اپلیکشن یا کاریال (ملګری) رامنځته کړی . راځئ نور تفصیل په خپله له دوی واورو :

۱ –     پوښتنه: په لومړی سر کې به ځان لوستوالو ته معرفی کړئ؟

ځواب : زه محمد وزیر  حامد چی په خواله رسنیو کې د (حامد افغان) په نوم یادیږم،  د پکتیا ولایت د زرمت ولسوالۍ  اوسیدونکی یم، دینی زده کړې مې  په هیواد او لره پښتوخوا کې بشپړې کړې دی. د ۱۹۹۸م کال څخه  په  رسنیو کې د یو خپلواک آزاد فرهنګپال په  څیر په لیکنو لګیا یم، په انټرنیټی نړۍ کې مې له ځینې عربی منتدیاتو سره د ټول افغان په وېبپاڼه کې په لیکنو پیل کړی دی.

له دې سره می ځینې علمی او فرهنګی کتابونه لیکلی او ژباړلی دی چې د چاپ او ناچاپ کتابونو شمېر پنځه ویشت کتابونو ته رسیږی ولله الحمد. او له ۲۰۱۰ کال راپدې خوا مې د ټوېټر او فیسبوک حسابونه پیل کړی دی، چې هلته مې ملګری او فالورز  په زرګونو وو، خو په تېر کال کې د میټا ناځوانه کمپنۍ زما حساب بند کړ، چې له هغې ورځی وروسته د څو  مخلصو ملګرو په ملتیا مو د خپلی افغانی برانډ خپلواکه او ناپېیلې  “ملګری” رسنۍ جوړولو اراده وکړه، الحمد لله دې کار کې مو لومړی ګامونه په بریالیتوب سره پورته کړل او فعلا تر دې ځایه رارسیدلی یو.

۲-       پوښتنه: که د خپل جوړکړی کاریال یا اپلیکشن په باب لنډ معلومات راکړئ؟

ځواب : ملګری پاڼه او ورسره مل کاریالونه یا اپلکیشنونه په عربی متحده اماراتو کې دیو پیاوړی اړیکتیایی ټکنالوژی شرکت ( IT company )  په تخنیکنی ملاتړ  د ۴-۶ میاشتو په موده کې په پوره زیار ،همت او دملګری ادارې په پوره پاملرنې سره  په آزمویښتی ډول جوړ شوی دی او الحمدلله موږ په ملګری تخنیکی  ډله کې داسې ملګری هم  لرو چې کلونه کلونه د سافټویرونو ډیولپمنټ په برخه کې پوره تجربه لری او حتی د مایکروسافټ له کمپنۍ سره یی هم دنده ترسره کړېده .اودملګری رسنۍ پاڼه او کاریال  ځینې ځانګړتیاوې یې پېژندل  شویو خواله رسنیو ته ورته دی،  لکه  پوست، لایک، کامنټ، شیر او فالو اپ …. دا چې د دې ویب پاڼې او کاریال کار دروند او ډېر وخت  ته اړتیا وه هغه آزمویښتی بڼه یی په بریالیتوب سره  بشپړه شوه او د کاریال په ورستیو نسخو او بڼو کې به نور نوښت هم وشی ان شاء الله او شته ستونزو  ته به د پای ټکی کېښودل شی ان شاء الله  . د ملګری پاڼه نېغ په نېِغه په ویب پاڼه پرانیستل کیږی www.malgari.com    او هم  په انډوریډ پلې سټور او  اپل سټور کې د MalGari  په نوم ځای پر ځای شوی دی.

۳-       پوښتنه: لامل څه شی و چې دې کارته یې وهڅولئ ؟

ځواب : ښکاره خبره ده چې نن د نړۍ پرېمانه لوی او واړه انسانان خواله رسنیو کې بوخت دی او دا بوختیا د ډېرو خلکو اعتیاد او نېشه ګرځیدلې ده، له دې سره موږ وینو چې د غربی نړۍ مشهورې خواله رسنۍ پر نړۍ خپل راج چلوی، خصوصا لکه فېسبوک، انسټګرام، ټویټر، لینکډ ان او نور. دوی نړیواله سوشل میډیا کې ترټولو بارز او څرګند رول لری، له دې سره دوی ځینې داسې شرایط لری خصوصا زموږ د هیواد په ارتباط چې هغه غیر عادلانه او ان ظالمانه دی، بلکې د میتا کمپنۍ اړوند خواله رسنۍ خو په نړۍ کې د امریکا جابرانه او ظالمانه سیاستونه تعقیبوی او تنفیذوی، په دې برخه کې وضاحت ته اړتیا ځکه نشته چې خواله رسنۍ کاروونکو ته دا قیود او شرایط ښه څرګند دی.

نو د پردیو سوشل میډیا د دومره سختو شرایطو تر بوج لاندې کارول؛ لوی عذاب او مصیبت ده، خواله رسنۍ  چې د اعتیاد کچې ته ورسیږی هسې هم لوی عذاب او ځوروونکې روانی ناروغی ګرځی، بیا چې دومره سخت شرایط هم ولری نو طبعا ټوله عذاب عذاب ګرځی، له دې سره زموږ د اکثرو خلکو کمزوری نالوستیتوب یا سواد او یا بېخی نشت سواد دا عذابونه څو چنده زیات کړی او سخت کړی دی، زه ډېر د خواله رسنیو کاروونکی پېژنم چې ډېر کم وخت کې د هغوی اکاونټونه بلاک کیږی او بیا نوی اکاونټونه جوړوی. شخصا ما خپله دا زور او عذاب لیدلی، فېسبوک مې د یولس کلونو اکاونټ د تل لپاره راته حذف کړ، ګناه مې په ناخبری کې فقط د دوی د پالیسې خلاف دوو دریو نومونو لیکل وو!!

بناء خپل ولس د خواله رسنیو له دې سختو شرایطو او نه زغمونکی بوج له عذابه د ایستلو په نیت موږ څو ملګرو اراده وکړه چې خپلو خلکو ته خپله خواله رسنۍ تیاره او کارنده کړو، چې الحمد لله د “ملګری” به نوم وېبپاڼه مو چمتو کړه چې فعلا هم په ازمایښتی حالت کې ځای لری، زموږ د رسنۍ امتیازات او ځانګړنې ډېری په زړه پورې او خورا ګټورې دی چې که اړتیا وه د نورو پوښتنو په لړ کې به یې بیان کړو.

۴-       پوښتنه: په کومو شرایطو برابر کس کولای شی له دې اپلیکشن څخه استفاده وکړی ؟

ځواب : د ملګری اپلکیشن څخه ټول  هغه خلک ګټه پورته کولای شی  چې د لیک لوست  وړتیا ولری او د انټرنیټ  ، کمپیوټر او مبایل وسایل  په لاس کې ولری. د همدې پوښتنی دویمه برخه چی دوی څنګه ترینه ګټه پورته کولای شی؟ باید ووایو چې په ملګری کې حساب یا اکونټ پرانیستنه خورا اسانه کار دی، یواځې برېښنالیک ته اړتیا ده او موږ هڅه کوو چې حساب د موبایل په شمېره هم  جوړ کړو. البته هغه راتلونکی پلان دی.

کله چی حساب پرانیستل شی د نورو خواله رسنیو په څیر په ډېره آسانی  سره پوست ، لایک ، کامنټ او شیر کولو سره سره د ملګری خواله رسنۍ د کارونکو لپاره  بریښنایی پاینټونه ورکوی اوحساب لرونکی د ریفر لینک له لارې هم مالی امتیازات ترلاسه کولای شی دا پیسی موږ په سوداګریزیو خبرتیاوو یا اعلاناتو او غړیتوب ورکولو ترلاسه کوو یعنی یوڅه ترلاسه شوې پیسې د ملګرو کارونکو د پاینټوو په ورکولو ویشو او پاتی د ملګری په تخنیکی چارو لګوو او کمه برخه یی چلوونکو ملګرو ته پاتې کیږی . دا چې ملګری پاڼه یو اخلاقی ، فرهنګی او علمی چاپیریال لری نو مینه وال یې هم پوه  او د پوره ځیرکتیا  خاوندان دی،  په ملګری کې که د علمی او فرهنګی خپرونو څخه ورهاخوا سیاسی بحثونه هم تبادله کیږی  ډیر یو ښه چا پیریال لری دیو اوبل خبرې په ښه شکل زغمل کیږی، د پوچو او توهین  او تهدید کلماتو او الفاظو اونور  دیته ورته نورو ناوړو کارونو پوره مخه نیول شوې، د بربنډو او زړه بوږوونکو انځورونو (  مړی – زخمی ….بې حجابه او لوڅو انځورونو ) که نور ملګری ومومی هلته د ریپورټ غوراوی یا اپشن مو له هر پوسټ او تبصرې یا کامنټ سره ورکړی دی  چی د هغې په مټ د ملګری ادارې ته په چټکی خبر ورکول کیږی او هغه یی سمدلاسه د سمبالښت په اړه ګام اخلی .

۵-       پوښتنه: د ستونزو په باب که راته ووایئ شاید په لومړی سر کې به هم وی اوس شته ؟

ځواب : هوکې  په هرکار کې څه نا څه ستونزې وی دا چی له سره د ملګری خواله رسنۍ بهیر د ملګرو او مینه والو  په سلا مشورو او  منظم پلان روان دی  دا خپله د ستونزو په کمښت کې ډیر ښه اغیز کړی دی موږ البته تخنیکی او د بازار موندنې په برخه کې ستونزې لرو خو په اړه یې وړ او مناسب پلانونه لرو . د پاڼې  سرعت او چټکتیا د کاروونکو سره سم زیاتوو او د ملګرو په نېکو وړاندیزونو او مشورو سره سم د ستونزو په هواریو کې لاس په کاریږو.

البته له خپلو هېوادوالو او حکومت څخه  مو غوښتنه ده چی زموږ لاسنیوی، ملاتړ او مرسته وکړی هېوادوال له موږ سره د خپلو سوداګریزو او کاروباری خبرتیاوو او د هغوی ښه بازار موندنه له ملګری سره وکړی او همدارنګه حکومت خپل رسنیز فعالیتونه زموږ له لارې پیل کړی. په ځانګړې توګه د مخابراتو وزارت  همکاری ته اړتیا لرو  تر څو ملګری پاڼه د نورو خوالو  رسنیو په څیر  فری ډیټا یا کچ سرورونو ته  شامل کړی.

۶-       پوښتنه: تر څومره حده تاسې خپل هدف ته رسیدلی یاست ؟

ځواب : ملګری خواله رسنۍ الحمد لله خپلو موخو  ته رسیدلې وبوله او ډاډ ورکوو چې د دې رسنۍ مخ په وړاندې خنډنو  د هوارۍ لپاره  د ملګری اداره پوره هڅه کوی .تردې دمه  د مینه والو هرکلی او د پاڼې څخه د ګټې اخیستنی بهیر ډیر ښه روان دی،  یوه وړوکې بېلګه د اپلکیشن په کتنیز  برخه کې د کاروونکو لخوا ملګری ته د ۵ ستوریو او ښه ستایلو ریکارډ  دی چی دا خپله ملګری ادارې ته پوره د کار  کولو انرژی ورکوی.

 

۷-       ایا تاسې داسې ډاډ او اطمینان لرئ چې دغه ابتکار ته به مو دانټرنیټ په نړۍ کې  کومه صدمه نه رسیږی او ترپایه به همداسې کارنده وی؟

ځواب : تر کومه چې پر مونږ پورې اړه لری نو مونږ خپل مسوولیت په کامیابۍ سره اداء کړی دی او ملګری خواله رسنۍ مو په لاره اچولې ده، دا چې دا رسنۍ د فعالیت په لحاظ یوازې په مونږ پورې اړه نه لری نو راتلونکې یې د کاروونکو تر مثبت فعالیت او مالی لاسنیوی پورې اړه لری، همدارنګه مونږ له هیوادوالو او حکومت  څخه هیله  لرو تر څو زمونږ هر اړخیز لاسنیوی وکړی. د یادونې وړ ده چې  مونږ د ملګری رسنۍ د چلښت لپاره له خپلو کاروونکو پرته هېڅ بله مالی منبع نه لرو.

۸-       ددغه کاریال امتیازات او غوراوی په نورو څه شی دی ؟

ځواب : له دوه زاویو څخه غواړم دې پوښتنې ته ځواب ووایم: لومړی له تخنیکی پلوه ملګری پاڼه ټولې هغه اسانتیاوې لری چې د نن عصر نورې لویې خواله رسنۍ یې لری، مونږ کوښښ کوو د پاڼې خدمات او اسانتیاوې وخت پر وخت د کاروونکو د نیوکو او وړاندیزونو سره ګام په ګام د لابشپړتیا پړاوونه ووهی. مونږ د هېواد د اقتصادی ودې په پار د تجارتی شرکتونو لپاره د اعلانونو تر ټولو ارزانه او موثر خدمات په پام کې لرو.

دوهم له معنوی پلوه،، مونږ نه غواړو په ملګری خواله رسنۍ کې پردی فرهنګونه  او مفکورې راج وچلوی بلکه غواړو په مثبت فعالیت سره خپل ملی افغانی عنعنات، کلتور او ټولنیز ممیزاتو ته وده ورکړو او دلا پرځان بسیاء لپاره یې هلې ځلې وکړو تر څو لومړی زمونږ نسلونه پرې باوری شی او په ورته وخت کې نړیوالو ته خپل ریښتینۍ انځور وړاندې کړو او ټول هغه شکونه اوتورونه چې مغرضو کړیو تېر څلوېښت کاله زمونږ د هېواد او هېوادوالو  په اړه د نړیوالو ذهن ته ننویستلی دی لرې او سم کړو، په بل عبارت د  ملګری خواله رسنۍ به زمونږ د ټولنې د هر عمر نارینه او ښځینه وو لپاره د فکری او فرهنګی سالمې ودې لپاره خوندی چاپېریال اوسی. ان شاء الله تعالی

ممکن است شما دوست داشته باشید