روزنامه اصلاح
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

په جوزجان کې د دوو پروژو چارې پیل شوې

باختر آژانس: د جوزجان په مرکز شبرغان ښار او آقچې ولسوالۍ کې د څښاک اوبو د دوو پروژو چارې پیل شوې.

د جوزجان د اقتصاد رییس مولوی محمد ظریف فایز د باخترآژانس سیمه ییزخبریال ته وویل، چې د دغو دوو پروژو کار په منګوټی افغانیه،  نور آباد او د آقچې ولسوالۍ په منګوټی عربیه کلیو کې پیل شوی دی.

د رییس د څرګندونوله مخې؛ دغه پروژې د ۱۰۷ زرو امریکایی ډالرو په لګښت د اوچا په مالی مرسته او د او. آر. ډی، موسسې په همکارۍ جوړیږی چې په جوړېدو سره به یې ۳۰۰ کورنۍ د څښاک له اوبو برخمنې شی.

دغه پروژې په داسې حال کې تطبیقیږی چې د هېواد په زیات شمېر سیمو کې لا هم ګڼ شمېر افغانان د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسی نه لری.

ممکن است شما دوست داشته باشید