روزنامه اصلاح
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

په تېره یوه اوونۍ کې د حکومت مهمې لاسته راوړنې خپرې شوې

د ارګ پاڼې، نن د حکومت د روان کال د وری له ۱۱مې تر۲۰مې پورې (یوه اوونۍ کې) خپلې مهمې لاسته راوړنې خپرې کړې.

باختر آژانس د افغانستان اسلامی امارت د ریاست الوزراء مقام دفتر د عامه او ستراتیژیکو اړیکو معاونیت د مطبوعاتو دفتر د معلوماتو پر بنسټ لیکلی دی چې حکومت د وری په ۱۱مه، ۵۲ قلمه بېلابېل ارزښتناک او لرغونی آثار د ساتنې او ثبتولو په موخه د افغانستان ملی موزیم ته وسپارل.

دغه راز د وری په ۱۲مه، د هلمند مرکزی زندان د روږدو کسانو د درملنې په مرکز بدل شو او د شمېرنو له مخې، په هېواد کې د اسلامی امارت له بریا وروسته په دغه زندان کې د شاوخوا ۳۰۰۰ روږدو کسانو درملنه شوې ده.

همدا رنګه د ارګ په خپره شوې پاڼه کې ویل شوی دی چې د ۱۴۰۱ کال د وری په ۱۵مه، د حکومت د هڅو په پایله کې په تورخم بندر کې د ترانزیټ سړک پرمختیایی پروژې کار پیل شو. د دغه سړک په جوړېدو سره به پاکستان ته د تجارتی مالونو او بر عکس افغانستان ته د ترانزیت بهیر عادی شی او د بار وړونکو موټرو د ډېرې ګڼې ګوڼې مخ به هم ونیول شی.

په همدې ترتیب د وری په ۱۹مه، د رییس الوزرا اقتصادی مرستیال ملا عبدالغنی برادر او د کانونو او پټرولیم سرپرست وزیر شیخ الحدیث شهاب الدین دلاور، د سرپل ولایت د قشقری د تېلو بلاک د کان د استخراجولو پرانیسته وکړه. ویل کېږی د تېلو له دغه کان څخه هره ورځ د۱۵۰زرو ډالرو په ارزښت ۲۰۰ ټنه تېل استخراج کېږی. په همدې ورځ، افغانستان په لومړی ځل قزاقستان ته «A4 او A3» کاغذ صادر کړ.

همدا ډول د وری په ۲۰مه، په فراه کې له څلور کلن ځنډ وروسته د څه دپاسه ۱۱ میلیونه افغانیو په ارزښت، د ۴۴۰ مترو په اوږوالی او ۱۸.۴ مترو په سور د یو سړک د رغولو چارې پیل شوې.

په افغانستان کې د اشغال له پای ته رسېدو او د اسلامی نظام تر واکمنېدو وروسته، د افغانستان اسلامی امارت د رهبرۍ د هڅو په پایله کې په ټول هېواد کې امنیت تامین شوی دی او د فساد کچه صفر ته راټیټه شوې ده. په همدې دلیل د هرې ورځې په تېرېدو سره هېواد د سمسورتیا، پرمختګ او ځان بسیاینې په لور روان دی.

ممکن است شما دوست داشته باشید