روزنامه اصلاح
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

په بیلا بیلو ولایتونو کې له گڼ شمېر سړکونو او پلونو څخه د سیلاب پاتې شونی پاک شول

باختر آژانس: د ټولگټو وزارت د بیړنی حالت او زیان مننونکو نقطو ریاست پرسونل د هېواد په ۱۶ ولایتونو کې له ګڼ شمیر سړکونه او پلونه د سیلاب له پاتې شونو څخه پاک کړل.

د باختر اژانس د خبر له مخې؛ یاد وزارت د کابل، بدخشان، فاریاب، نورستان، پروان، غور، کونړ، بغلان، بادغیس، ننگرهار، کاپیسا، بامیان، پنجشیر، بلخ او سمنګان ولایتونو په بیلابیلو سیمو کې هغه سړکونه، پُلونه او پُلگوټی د سیلابونو له پاتې شونو او رسوبی موادو څخه پاک کړل او د ترافیکو پرمخ پرانیستل چې، د ورستیو اورښتونو او سېلاوونو له کبله یې خلکو ته د تگ راتگ په برخه کې ستونزې رامنځته کړې وې.

د ټولگټو وزارت د بیړنی حالت ټیم هڅه کوی، چې بیړنو پیښو ته پر وخت رسېدنه وکړی او د خلکو ترانسپورتی ستونزې پر خپل وخت هوارې کړی.

هېره دې نه وی چې په هېواد کې وروستیو سېلاوونو ګڼ شمیر سړکونه، کرنیزې ځمکې او د استوګنې کورونه هم ویجاړ کړی دی.

ممکن است شما دوست داشته باشید