روزنامه اصلاح
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

په بغلان کې یوشمېرپرمختیایی پروژې ګټې اخیستنې ته سپارل شوی دی

په بغلان کې په روان کال کې نږدې ۷۰ پرمختیایی پروژې ګټې اخیستنې ته سپارل شوی دی.

د بغلان د اقتصاد رییس صدیق الله شینواری د دغه مطلب په بیانولوسره د باخترآژانس خبریال ته وویل: په روان کال کې د کرنې ، روغتیا ، ټولنیزې مصوونیت له دې جملې څخه په بېلا بېلو برخو کې ۹۶ ټولګټې پروژې سنجول شوې وې چې له دې جملې څخه یې ۶۹ پروژې یې بشپړاو ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.

د اقتصاد رییس زیاته کړه : هغه پروژې چې ترکارلاندې نه دی د بودجې د نشتوالی او د دونرونو د نه همکاریو په خاطرځندول شوې دی.

شینواری په بغلان کې د پروژو د تطبیق لپاره یو مناسب بستر یاد کړ او له ټولومرستندویوادارو او اړونده بنسټونوڅخه وغوښتل چې د خپلوهغو پرمختیایی پروژو فعالیتونه چې تراوسه په بغلان کې نه دی پیل کړې له سره پیل کړی.

شینواری د دغو پروژو رول په بغلان کې د شغلی فرصتونو ، وزګارتیا او له بلې خوا د ترقۍ، پرمختیا او د بیا رغاونې د شغلی فرصتونوپه برابرولوکې مهم او اساسی وباله  او له خلکوڅخه وغوښتل چې د دغو پروژو په ساتنې او څارنه کې له اسلامی امارت سره همکاری وکړی.

ممکن است شما دوست داشته باشید