روزنامه اصلاح
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

په بغلان کې د پنبې حاصلات زیات شوی دی

په بغلان کې د پنبې حاصلات  د تېرکال په نسبت زیات شوی دی.

د وړاندې شویو شمېرنو له مخې، په روان کال کې د بغلان له کروندو نږدې   ۶۰۰ټنه پومبه ترلاسه شوې ده په داسې حال کې چې دغه شمېر تېر کال ۵۶۰۰ ټنو ته رسېدلې و.

دغه شمېر په بغلان کې د پومبې په حاصلاتو کې ۴۰۰ ټنه زیاتوالی ښیی.

د بغلان د کرنې او اوبولګولوریاست  د ترویج مدیر عبدالمحمود غفوری باخترآژانس ته وویل په داسې حال کې د پومبې حاصلات زیات شوی دی چې د تېرکال په نسبت سږکال د پومبې د کرکیلې ساحه لږه وه.

نوې کرنې ته زیاته پاملرنه د کرکیلې له نویولاروچارو سره د بزګرانو بلدتیا، بزګرانو ته د سلا مشورو او د کار  وسایلو ورکول او د بوټو له آفتونو سره جدی مبارزه په بغلان کې د پومبې حاصلاتو د کچې زیاتوالی علتونه بلل کېږی.

 زیاتره پومبه د مرکزی بغلان په ولسوالۍ او د پلخمری په شا وخوا سیمو کې کرل شوی دی.

د بغلان پومبه زیاتره د افغانستان په کورنیوبازارونو کې خرڅېږی.

د بغلان پومبه  د ښه کیفیت په لرلو سره  په افغانستان کې زیات پېرودونکی لری.

ممکن است شما دوست داشته باشید