روزنامه اصلاح
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

په اسلام کې د بیان ازادی

لیکنه: لقمان حکیم حکمت

حریف چې کله هم خپل مقابل ته لاندې راشی نو د تور هغه ډول ورته متوجه کوی چې شاید دا به یې زور پرې اوبه کړی ، اسلامی دین چې د قداست او د احکامو بې سارې سپېلڅتیا کوم ملاتړ لری نو نه خو یې دغه تورونه قداست سلبولی شی او نه یې سپیڅلتیا تورونولی شی ، داسې تور به نه وی چې هره ګړۍ په کې غرب او روبوټونه یې اسلام  پرې نه تورنوی که څه هم دغه روبوټونه نه په لیکلو او ویلو کې خودمختاره دی او عقلی قوه یې هم له منطق او استدلال څخه معطله ده ، خو داسې ګړۍ به هم نه وی چې مسلمان ملت یې پوښتنې او تورونه نه ځوابوی .

مونږ به ان شاء الله زیار باسو چې له قرانی ایتونو او نبوی حدیثونو او له واقعیت پرته نور څه ځواب ورنه کړو ، د لویدیځوالو هغه بې وجدانه انسانی روبوټونه که څه هم د تعلیم دعوې دنګلې لری خو د دې لپاره منظم تبلیغات کوی او په اسلامی نړۍ کې دینی دعوت ته تر هر چا ستر ګواښ دی ، دوی زمونږ لپاره الله ازمېښت ګرځولی او مونږ یې د دوی لپاره ، خبره نه اوږدوم خپلې موضوع ته راځم ، د بیان ازادی یعنې څه ؟ ایا اسلام کې یې بېلګې شته ؟ له دې څخه د غرب او غربپالو موخه څه ده ؟

په راروانو کرښو کې یې ستاسو مخې ته تفصیل ږدم :

د بیان ازادی دا نه ده چې د خلکو عفت، حیاء، حشمت، عزت او ابرو لوټلو ته مټې راونغښتل شی او د زبان درازۍ له لارې ولوټل شی .

غیبت د جرم ارتکاب دی خو د بیان ازادی نه ده ، غیبت اخلاقی زوال دی خو د بیان ازادی نه ده ، ګونګسی مسلمان ته اذیت دی خو دبیان ازادی نه ده .

پر چا لعنت ویل او په عزت یې تورنول ، د هغه شان او شوکت طعن تشنیع کول ګناه ده خو د بیان ازادی نه ده .

فحش او بذاءت، خرابه ژبه خوځول او د خلکو بې عزتی کول ګناه ده خو د بیان ازادی نه ده.

د یو سفر په ترڅ کې چې معاذ بن جبل رضی الله عنه د نبی کریم صلی الله علیه وسلم ردیف و ډېری وصیتونه ورته وکړل چې یو یې له جملې څخه دا و [أَلاَ أُخْبِرُکَ بِمَلاَکِ ذَلِکَ کُلِّهِ؟ قُلْتُ: بَلَى یَا نَبِیَّ اللهِ، فَأَخَذَ بِلِسَانِهِ قَالَ: کُفَّ عَلَیْکَ هَذَا، فَقُلْتُ: یَا نَبِیَّ اللهِ، وَإِنَّا لَمُؤَاخَذُونَ بِمَا نَتَکَلَّمُ بِهِ؟ فَقَالَ: ثَکِلَتْکَ أُمُّکَ یَا مُعَاذُ، وَهَلْ یَکُبُّ النَّاسَ فِی النَّارِ عَلَى وُجُوهِهِمْ أَوْ عَلَى مَنَاخِرِهِمْ إِلاَّ حَصَائِدُ أَلْسِنَتِهِمْ] ([۱])

ژباړه : ایا د دې ټولو واک درته نه درښایم ؟ ما وویل : ولې نه د الله پېغمبره ، هغه خپله ژبه ونېوله او ویې ویل: پر ځان دې دا رابنده کړه ، ما وویل : د الله پېغمبره ! ایا مونږ د ژبې په خبرو نېول کېږو ؟ هغه وویل : معاذه ! مور دې درباندې بوره شه په اور کې پړ مخ خلک نه دې روان کړی مګر د ژبې لوونو روان کړی .

له حدیث څخه په استنباط ویلی شو چې له خیرښېکړې پرته ژبه لاوباله او بې مهاره پرېښودل ، د خلکو عزتونه او ابرو پرې تویول هغه څه دی چې انسان پرې د اور ښکار کیږی ، د ژبې کنترول او په حکمت او بصیرت یې غږول ، له چوپتیا نه ګټه اخستل هغه څه دی چې هم د انسان د ایمان کمال ته اشاره کوی او هم پرې د دوزخ پر ځای جنت ته تللی شی.

د ژبې کنترولول معنا دا نه ده چې انسان به د ژوند په ټولو مراحلو کې په بهانه خاموش وی چې ژبه مې کنترول کړی ده ، نه دا ډول د ژبې کنترول دی او نه ورته حدیث اشاره کړې ده ، د ظلم او استبداد په مهال ژبه د حکمت په نوم کنترولول د اخرس شیطان نښه ده ، دلته باید ژبه هغه بیان کړی چې الله پرې امر کړی دی او ده ته یې د ویلو حق ورکړی دی ، الله پاک فرمایی: او خلکو ته ښایسته خبرې وکړئ .(د بقره سورت ۸۳ ایت)

نو مسلمان به له تواصی بالحق او تواصی بالصبر پرته نور څه نه وایی ، هېره دې نه وی چې دا بیان سلب نه دی بلکې د بیان حدود دی چې وروسته یې تفصیلې څېړنه هم راروانه ده .

دا د بیان ازادی ده چې انسان به د حق په ویلو کې له انحراف څخه کار نه اخلی ، په مناسب ځای کې به خبرې او په مناسب ځای کې به سکوت کوی ، د خبرو او نه خبرو ترازو به یې دا نبوی ارشاد وی چې [مَنْ کان یؤمن بالله والیوم الآخِر؛ فلْیَقُلْ خیرًا أو لِیَصْمُتْ ] متفق علیه

ژباړه : څوک چې په الله او د اخرت په ورځ ایمان لری نو یا دې د خیر (فایدې او مصلحت) خبرې وکړی او یا دې چوپ پاتې شی .

معنا دا چې په خبرو به کې یقینی وی او حقیقت به لری، خبرې به یې په اټکل او ظن نه وی تکیه ، که خبرې د ایجاب او سلب دواړه اړخونه ولری د بیان د ازادۍ په نوم باندې باید له سلبی اړخ نه ناوړه ګټه پورته نه کړی، مناسب ده چې ایجابی اړخ یې واخلی او له سلبی اړخ نه یې منع وکړی په دې باب مو لارښود او پلوشه دا قرانی ایت دی چې ،ژباړه : ای مومنانو ! راعنا مه وایاست او داسې ووایئ چې مونږ ته اوګوره.

د بیان د ازادۍ په نوم به انسان له نورو سره زبانی بد سلوک نه کوی، غیبت، چغل خوری او سپکې سپورې ټول هغه څه دی چې انسانیت لاهو کوی ، نه دا د بیان ازادی ده او نه د ازادۍ تقاضا.

د بیان د ازادۍ په نوم اصطلاح ته باید مسلمان ځېر وی چې کفری طبقه خلک دې پرې ایمان پلوری ورنه هغوی خپله له  انسانانو او له خپلو باشندګانو څخه د بیان ازادی سلب کړې ده ، دروازې یې پرې راپورې کړی دی ، ژامې یې ورله تړلی دی ، خولو ته یې ورله کوری  اچولی دی ، د بیان متعلق ورته ورځ تر بلې نوی نوی قوانین ږدی.

نوربیا

ممکن است شما دوست داشته باشید