روزنامه اصلاح
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

په اسلام او غربی نړۍ‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍ کې د ښځو حقوق

 

لیکوال: شفیع الله ستومان

د خلقت له نظره ښځه عاطفی او احساسی مخلوق، د کورنۍ د ښېرازۍ هسته او په ورځنیو چارو کې د خاوند ملاتړې، ښه مشاوره د اولادونو لومړۍ او اساسی ‎ښوونکې او دخاوند رازداره او د وقار ستره هستی ده. کله چې خاوند له کوره بهر ځی د کور ساتنه، د اولانو پالنه، د مېړه شرف او عزت ساتنه یی ستره دنده ده. برعکس نن ورځ د ښځو د حقوق او آزادۍ تر نوم لاندې د هغوی اصلی او اساسی دنده ترې هېره کړې؛  ښځه د نر سره ځان په تقابل کې اچوی، ځان له نارینه سره د حقوقو په تساوی کې په مادی اساس وینی. د نارینه په وړاندی جبهه نیسې او د مالی ځان بسیاینې هڅه کوی. د خپلو ښځینه عواطفو سره مبارزه کوی، د اولادنو، خاوند او کور مسولیت ترې هېر دی. نن ورځ اکثره ماشومان د مور له مهربانۍ او لاس نیوی پرته، د تلویزنو مزخرفو برنامو، مبایلونو ګیمو او نورو ورته برنامو سره لویږی. ښځې اوس په یو غیر واقعی ډګر کې د داسې اتلولۍ په لټه کې ده چې د غرب د پانګوال نظام له لوری ټاکل شوی.

دا هرڅه په تصادفی ډول منځته ندی راغلی، په غربی نړۍ کې د ښځو په وړاندی زور زیاتی له پېړیو حاکم و. د رنسانس  نه وروسته چې غربی نړۍ مادی پرمختګ وکړ بیا هم ټول حقوق او امتیازات د نارینوو په ګټه بیان شوی وو. په نولسمه پېړۍ کې ښځې په عکس العملی ډول د نارینو په وړاندی تحریک شوې او دښځو د حقوقو تر نوم لاندې یو بېل جریان پیل شو.

په اسلام کې د اولادنو، خاوند او کور تر مسوولیتونو ور هاخوا ښځې کولای شی درس ووایی، زده کړې وکړی، ډاکټرانې، استادانې،متخصیصنې…شی هر څه چې د شریعت په چوکاټ کې وی. که ښځې زدکړې ونکړی، نو څنګه به وکولای شی چې تعلیم یافته او مستعد اولادونه وروزی.د رسول الله صلی علیه وسلم دوې میرمنې یوه سوداګره او بله لویه محدثه وه، د اسلام په تاریخ کې په زرګونو تنه د دینی او دونیوی علومو ماهرانې ذکر شوې دی. په شریعت کې نارینه  ته امر شوی دی، چې دښځو په لیدو خپل نظر کښته واچوی، د ښځو سره د غیر محارمو اختلاط منع دی. ښځه بدون له محرمه نشی کولای سفر وکړی، ښځه د حجاب په مراعت مکلفه ده. دا او دې ته ورته احکام د ښځو د حقونو سلب، نه بلکې د ښځو د حفاظت لپاره محکمه کلا ثابتیږی.

الله سبحانه وتعالی ژوند د نر او ښځی لپاره د ابتلاء میدان او د هغه د رضایت دکسب لپاره پرې ایښی. په اسلام کې د ښځې او نر مسئولیتونه د هغوی د فطرت او طبعیت سره سم دشریعت لخوا تعین شوی؛  ښځه د عاطفی  او احساسی فطرت په درلودلو سره تل سرپرست او محافظ ته اړتیا لری او له هغه څه عاجزه ده چې په نارینه پوری اړه لری.نارینه په عقلی او منطقی فطرت سره خلق شوی، تل سلطه طلب دی، ځکه سلطه او قیمومیت شریعت نارینه ته سپارلی. اسلام ښځه او نر په جنسی توپیر نه ویشی، بلکې دواړه د الله سبحانه وتعالئ مخلوق دی.برعکس د مسئولیت په اساس یې توپیر موږ ته په اخروی ثواب او عتاب بنا کړی. ښځه او نر د غرب د ادعا په اساس د جنسیت له نظره مکلف کول سبب ګرځی چې دواړه مقایسوی لیدلوری پیدا کړی، یو د بل حریف او رقیب لاڅه چې دښمن ګرځی د فمینزم او همجنسګرای نوی مفکوری یې ښې بېلګې دی.

لنډه دا چې د ښځو د حقوقو  مفکوره غربی لومه، د کورنۍ او ټولنې د له منځه وړلو اساس دی او قبلول یې په مسلمانانو حرام دی. ددې پلیدې مفکورې په وړاندې باید ټول ودریږو او نه ورته ووایو.

ممکن است شما دوست داشته باشید