روزنامه اصلاح
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

په اسلامی ټولنه کې د علماؤ ارزښت او مسؤلیت

د الله رب العزت بار بار شکر اداء کوو چې موږ یې په انسانانو کې د محمد (ص) په اومت کې پیدا او وزیږلو، دا زموږ کمال نه بلکې د الله (ج) خاصه لورینه وه، پدغسی یوه ټولنه کې چې په سلوکې ۹۹، ۹۹ فیصده وګری یې د اسلام په مبارک دین مشرف وی د علماؤ ارزښت ډیر لوړاو هر چاته څرګند دی هغه ملت چې د اعلای کلمه الله د لوړولو او داسلامی نظام د حاکمیت لپاره د میلیونونو په حساب انسانانو خپل سرونه نذرانه کړې وی هیڅوک به ورسره د اسلامی نظام په وړاندې د مقابلې جرات او جسارت ونلرې، افغان مؤمین او میړنی ملت دهمدغه دینی علمای کرامو په قیادت کې دنړۍ د سترو  استعماری او استکباری طاقتونو په وړاندې د هغوی طیارو اوټانکونو ته خپلې سینې سپر کړی او دهغوی مغرور ځواکونو یې د خپلې ایمانې وسلې په زور اوفولادی عزم له شرمناکی او حیرانوونکې ماتې سره مخامخ کړی دی له دې لوړ مقام او منزلت به نور څه وی چې یو څوک د چاپه امر اوفتوا سره له خپل سر تیریږی داځکه چې په اسلامی ټولنه کې علمای کرام د انبیاؤ وارثین ګڼل کیږی. اوس چې د هیواد په کچه د دینی علماؤ یو ستره غونډه د یوبې جرګې په خیمه کې جوړه شوې ده پکار ده چې د هیواد په داخلی او نړیواله کچه ستونزې وڅیړې او د حل لارې چارې ورته وکتل شی لکه چې ما پخپل یو شعر کې ویلی

چې مکتب وی نو معلم به خامخاوی!

دې ټولنه کې عالم به خامخاوی

عالمان خو راهنما ددې ملت دی!

مسؤلیت لری سهیم به خامخا وی

بې له علمه زنده ګې خو حیوانیت دی!

چې شهید وی نو یتم به خامخاوی

نو په دی اساس عالمان په هره پریکړه او د هیواد په کچه کړکیچنو او بحرانی حالاتو کې او همدارنګه د ستونزو په هواری کې پریکنده او ټاکونکی رول لری ځکه چې عالمان دجوش په ځای له خپل علمی استعداد پرمټ له هوش څخه کاراخلی او عام وګړی یې پریګړو ته درناوی لری  نو لازم ده چې د هیواد او اسلامی امارت په مخکې په پرتو سترنزو ژور او علمی بحثونه وکړی او خپل قیمتی وخت ارزښناکو مسایلو ته مختص کړی ترڅو زموږ ځوریدلی ملت د بهرنیو د سیسو او لوموکی له ښکیلیدو څخه د نجات لار پیدا کړی چې هم مو دشهیدانو ارمان تحقق و مومی او هم له نړیوال کلی سره د یوبل په چاروکې د نه لاس وهنې په اصولو ولاړ یوقومی حکومت او راشه درشه ولرو

ومن الله توفیق

سلطان محمود سالمزی

 

ممکن است شما دوست داشته باشید