روزنامه اصلاح
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

په اسلامی نظام کې مجاهده وروره!

لیکنه: مولوی نورالحق مظهری

د اقتدار او مسؤلیت وروسته د درو شیانو سره ډېر پام کوه:

۱ – د چوکۍ او قدرت سره؛ پام چی د چوکۍ او قدرت په فتنه کی واقع نشې او د غرور، تکبر او غفلت په سبب خیانت درڅخه ونسی!

چوکې خپله یو ډول نشه او باد لری چی ډېری خلګ یې نشی زغملای ځکه نو پر چوکۍ باندی د کښېناستلو وروسته یې اخلاق تغییر کوی، د ملګرو، دوستانو او عامو خلګو سره یې په چلند کی بدلون راځی چی په نتیجه کی د خیانت او درغلۍ ښکار سی.

د مسؤلیت اخیستلو وروسته باید ستا ټوله پام د الله تعالی په رضایت او د خلګو په خدمت کی وی، رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایی: مَا مِنْ أَمِیرٍ یَلِى أَمْرَ الْمُسْلِمِینَ ثُمَّ لاَ یَجْهَدُ لَهُمْ وَیَنْصَحُ إِلاَّ لَمْ یَدْخُلْ مَعَهُمُ الْجَنَّهَ.[صحیح مسلم۴۸۳۶]

ژباړه: ندی یو امیر چی د مسلمانانو د کار مشر سی بیا ددوی لپاره کوښښ او نصیحت نه کوی مګر دا چی ددوی سره به جنت ته نه داخلیږی.

یعنی هرڅوک چی په یوه چاره کی د مسلمانانو امیر سی بیا ددوی لپاره په خدمت کی کوښښ او د اصلاح لپاره یې نصیحت نه کوی دغه امیر به د مسلمانانو سره جنت ته داخل نسی یعنی مسلمانان به جنت ته داخل شی خو دی به د جنت څخه محروم وی.

په بل حدیث کی فرمایی: ژباړه: ندی یو مشر چی د مسلمانانو د یوې ټولۍ مشرتوب ورته وسپارل شی نو دی پداسی حالت کی مړ کیږی چی د هغوی سره یې خیانت کړی وی مګر داچی الله تعالی به پر ده باندی جنت حرام کړی. [صحیح البخاری ۷۱۵۱]

وروره! د اقتدار لپاره هیڅ وخت خپلو اخلاقو ته تغییر مه ورکوه ځکه دینی اخلاق ستا دوامداره پالیسی ده او اقتدار لنډمهالی نشه او د مسلمان لپاره د خدمت کولو یوه وړوکې کړکۍ ده، دینی اخلاق د نورو انسانانو سره د تعامل ثابت چوکاټ دی خو چوکۍ لنډمهالی صلاحیتونه او د رعیت لپاره ستړیا ده او دینی اخلاق ستا شخصیت دی خو چوکۍ لنډمهالی مسئولیت دی.

۲ – د مال او پیسو سره ډېر اختیاط کوه؛ ممکن په مسؤلیت کی تا ته د پیسو د ساتنی او توزیع صلاحیتونه درکړل شی چی ته یې باید خطر ته ډېر متوجه اوسې تر څو خدای مکړه د مال او پیسو په فتنه کی واقع نشې.

رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایی: ژباړه: زما دی په الله قسم وی چی زه پر تاسی باندی د فقر څخه نه وېرېږم بلکی زه پر تاسی باندی د دنیا د پراخۍ څخه وېرېږم لکه پر هغه امتونو باندی چی پراخه شوه چی ستاسو مخکی تېر شوی دی نو تاسی به داسی شوق پکښې وکړی لکه هغوی چی کړی وو او تاسی به داسی هلاک کړی لکه هغوی چی یې هلاک کړی ؤ. [المعجم الکبیرللطبرانی ۱۳۵۱۸]

او په حجه الوداع خطبې کی رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: فاتقوا الدنیا. ددنیا څخه ځانونه وساتئ.

تل په الله جل جلاله باندی پناه وغواړه چی د مال د فتنې څخه دی وساتی او د پیسو په عیش او عشرت کی راګیر نشې.

۳ – د ښځو سره ډېر احتیاط وکړه؛ ممکن په مسئولیت کی د ښځو سره مخامخ شې یا دی د کار په ساحه کی ښځی راشی نو کوښښ وکړه چی د ښځو د مکر، فریب او جاذبې څخه ځان وساتې تر څو ددوی په فتنه کی واقع نشې.

رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایی: ژباړه: ما د ځان وروسته داسی ازمایښت ندی پرې ایښی چی د نارینه وو لپاره دی ډېر تاوانی وی تر ازمایښت د ښځو. [صحیح البخاری ۵۰۹۶]

همداسی په حجه الوداع کی رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: واتقوالنساء فإن اول فتنه بنی اسرائیل کانت فی النساء. یعنی ځانونه د ښځو د فتنې څخه وساتئ، په بنی اسرائیلو کی لومړی فتنه د ښځو وه.

د ښځو فتنه داسی لویه او خطرناکه ده چی په تاریخ کی یې ډېر غټ غټ خلګ او لوی علماء ښکار شویدی ځکه نو باید د ډېر عمق څخه په دقت ورته وکتل شی او په لوی الله باندی ددوی د فتنې څخه پناه وغوښتل شی.

دا هم په یاد ولره چی ځینی وختونه د اسلام دښمنان د مال او ښځو څخه په استفاده غواړی اسلامی نظام او په اسلامی نظام کی پاک خلک بدنام کړی چی ددې لپاره په تاریخ کی ډېری بېلګی او نمونې شتون لری ځکه نو باید موږ په هر ځای او هر ګړی ورته هوښیار او زیرک اوسو.

ممکن است شما دوست داشته باشید