روزنامه اصلاح
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

پنځلسمه پېړۍ کې د یو مسلمان مشر وینا!

سلیمان سعید

ټوله نړۍ د کفر او جهالت تیارو نیولې وه، هره خوا ظلم روان ؤ، نړۍ کې فقط زورورو د ژوند حق درلود، بیا په همدغسې حالت کې الله تعالی د اسلام ډېوه روښانه کړه، د دغو ټولو بدمرغیو خلاف مبارزه پیل شوه. رسول الله صلی الله علیه وسلم په ډېر تدبر، مېړانه، صبر او استقامت د اسلام دعوت پیل کړ او ټوله سیمه یې د اسلام په انوارو منوره کړه. په دغه مبارزه کې رسول الله صلی الله علیه وسلم ډېر زیات تکالیف وګالل، کفارو له هرې حربې کار واخیست، هر ډول وحشت یې تر سره کړ، رسول الله صلی الله علیه وسلم او صحابه کرام رضی الله عنهم یې ډېر زیات وځورول او وکړول، خو د هغوی زړونه له ایمانه ډک وو، د دنیاوی تکالیفو پروا یې نه ساتله او فقط پر الله تعالی یې یقین ؤ، خپل مالک یې الله تعالی ګاڼه او یوازې پر هغه یې توکل درلود.

رسول الله صلی الله علیه وسلم له وفات مخکې، داسې په زرګونو شاګردان روزلی وو، چې د اسلام د یو ادنی حکم په ساتنه کې له سره تېر وو او په هیڅ صورت یې د اسلام له احکامو یوه ذره تنزل هم نه کاوه. دا ځکه چې دوی خپله کامیابی په اسلام کې لیدلې وه، د اسلام خپراوی او اعلاء کلمه الله یې د خپل ژوند هدف ګاڼه او که د اسلام د دفاع، ساتنې او دعوت په لاره کې کوم تکالیف ورته رسېدل او حتی په شهادت رسېدل، هغه یې هم خپله کامیابی بلله او ورته خوشحاله کېدل. نو هماغه ؤ، چې د رسول الله صلی الله علیه وسلم له وفات وروسته، کله چې د ارتداد او بغاوت فتنه پیل شوه، امیر المؤمنین ابوبکر صدیق رضی الله عنه په خورا مېړانه او جدیت د مرتدینو او د زکات د مانعینو خلاف جهاد پیل کړ، تر دې چې ټول یې ختم او اسلامی امت یې له دغې فتنې وژغوره. بیا همدغه شان عمر، عثمان، علی او نورو ټولو صحابه کرامو رضی الله عنهم هر ډول کړاونه وزغمل، خو اسلام یې په پوره او صحیح معنی وساته. همداراز؛ تر دوی وروسته په هر دور کې داسې رښتینی مؤمنان او مجاهدین تېر شوی، چې د کفارو هر ډول پلانونه یې شنډ کړی، ډېرې قربانۍ یې ورکړې، له سره تېر شوی، خو د اسلام له یو ادنی حکم څخه نه دی تېر شوی.

خو د عثمانی خلافت تر سقوط وروسته، مسلمانان بیخی ډېر ضعیف شول، حتی د اسلامی امت زړونه مات شول او هیڅ مسلمان ګومان نه کاوه، چې تر دې وروسته به داسې کوم مسلمان مشر راپیدا شی، چې هغه په واقعی معنی د مسلمانانو رهبر وی، د اسلام دفاع وکړی، د اسلامی امت راعی وی او یو ځل بیا د الله تعالی پر ځمکه؛ د الله تعالی سوچه اسلامی نظام او مبارک قانون جاری کړی. خو د مسلمانانو د مأیوسی په انتها کې الله تعالی ملا محمد عمر مجاهد رحمه الله تعالی راپورته کړ، هغه ګډ وډ افغانستان د یو مرکزی حکومت تر ولکې لاندې راوست، ملوک الطوایفی او زورواکی یې ختمه کړه، امن یې قائم کړ او یو ځل بیا یې د ټولې نړۍ منځ کې سپېڅلی اسلامی نظام اعلان کړ. اسلامی نړۍ پر لسګونو هېوادونو وېشل شوې وه او په هر هېواد کې د کفارو ګوډاګیان د مسلمانو حاکمانو په نامه ټاکل شوی وو، د سیکولریزم، کمونیزم او دیموکراسۍ څپې خپرې وې، خو ملا محمد عمر مجاهد رحمه الله له ټولې نړۍ څخه په بې پروایی او یوازې د الله تعالی په مرسته او توکل اسلامی نظام قائم کړ. په ټوله نړۍ کې یې دوست نه درلود، له کفارو خو ګیله نه وه، خو تش په نوم مسلمانو حاکمانو هم د خپلو بادارانو له ډاره هیڅ هم نه شول کولی، نه چا په رسمیت پېژانده او نه چا ورسره څه مرسته او تعامل درلود. خو څرنګه چې ملا محمد عمر مجاهد رحمه الله تعالی د الله تعالی په مرسته حاکم شوی ؤ، نو یوازې د الله تعالی رضاء یې پلټله، نور د هیچا په کیسه کې نه ؤ، افغانستان د نړۍ ډ ټولو مظلومانو وروستی مورچل ؤ او ټولو مسلمانانو اسلامی امارت ته هیلې درلودې. اسلامی امارت په خورا مېړانه خپلو مسلمانانو وروڼو ته خپله خاوره کې ځای ورکړ او د هغوی کلکه دفاع یې کوله. تر دې چې صلیبیانو شهید اسامه تقبله الله تعالی ترې وغوښت، خو دا کار له اسلام سره څرګند مخالفت ؤ، نو مرحوم ملا صاحب ورسره ونه مانه، د کفارو سرلښکر (بش) ډېر اخطارونه ورکړل، خو ملا صاحب د چا پرواه نه ساتله، یوازې له الله تعالی څخه وېرېده او د هغه پر احکامو یې عمل کاوه. نو کفارو ته یې کلک ځواب ورکړ، تر دې چې کفارو دغه خبره پلمه جوړه کړه او پر افغانستان یې یرغل وکړ، اسلامی امارت سقوط شو او دلته یې سیکولریزم واکمن کړ. خو ملا صاحب رحمه الله تعالی سمدستی په خورا مېړانه د یرغلګرو صلیبیانو خلاف جهاد پیل کړ، هغه مبارک وفات شو، ورپسې امیر المؤمنین ملا اختر محمد منصور وټاکل شو، هغه هم شهید شو، خو لارویانو یې بیا هم خپله مبارزه جاری وساتله، تر دې چې شل کاله وروسته بیرته د امیر المؤمنین شیخ هبه الله اخندزاده حفظه الله تعالی په رهبری پر کابل واکمن شول، کفارو او د هغوی ګوډاګیانو شرمېدلې ماته وخوړه او په ګران هېواد افغانستان کې بیرته سپېڅلی اسلامی نظام حاکم شو.

درې ورځې وړاندې په کابل ښار کې د افغانستان د علماؤ او قومی مخورو یوه لویه غونډه جوړه شوه، چې شاوخوا درې نیم زره کسانو پکې برخه درلوده، امیر المؤمنین حفظه الله هم غونډه کې ګډون درلود. محترم امیر المؤمنین حفظه الله په ډېر صراحت د اسلامی امارت داخلی او بهرنۍ پالیسی تشریح کړه، خپل ټول اصول یې بیان کړل او مسلمانانو ته یې هر اړخیزه اصلاحی وینا وکړه.

شیخ صاحب اسلام خپل قانون وګاڼه، د عدالت، اخلاص، دیانت، ایمان، یقین، تقوا، توکل، اطاعت او نورو مهمو موضوعاتو په اړه یې ټولو مسؤلینو ته لازمې سپارښتنې وکړې او همداراز؛ نړۍ ته یې په ډېره مېړانه او صراحت اعلان وکړ، چې موږ به هیڅکله ستاسې فرمایشاتو او فشارونو ته تسلیم نه شو، موږ یوازې له الله تعالی څخه وېرېږدو او د هغه احکام منو، نه ستاسې له فشارونو وېرېږو، نه د مداخلې اجازه درکوو او نه مو د خفګان کیسه کې یو. ځکه ستاسې فشارونه خو مو دا شل کاله وکتل، ټوله کفری نړۍ راته یو واست، ان مور بم مو راباندې استعمال کړ، خو موږ به هیڅکله د اسلام له یو ادنی حکم څخه هم تېر نه شو. محترم شیخ صاحب په ډېره لوړ مورال یو ځل بیا کفارو ته د مسلمانانو د همت، بهادری، شجاعت او قهرمانی انځور وړاندې کړ. کفار یې وپوهول چې ستاسې ټول خیالونه نه شی پوره کېدلی. سمه ده یو څو ګوډاګیان به د پیسو په زور د ځان نوکران کړئ، خو اسلامی امت لا هم داسې اتلان لری، چې خپل پخوانی برم، وقار او عزت به پر تاسې منی او تاسې به مجبوروی چې د اسلامی امت استقلال ومنئ او ستاسې ټول پلانونه به شنډیږی.

په پنځلسمه پېړۍ کې د یو مسلمان رهبر دغسې ویاړمنه وینا به د اسلامی امت لپاره د تاریخ پاڼو کې یو تل پاتې افتخار وی. دغه وینا باید پر سرو زرو ولیکل شی، ټول عوام او مسؤلین یې باید د زړه په تل کې وساتی، عمل پرې وکړی او د هغه له اخلاص، تقوی، جدیت او مېړانې پند واخلی.

دا ډېر د شکر ځای او د الله تعالی یو ځانګړی فضل دی، چې په د فتنو په دغه زمانه کې یې موږ پر دغسې یو متدین، مخلص، زړور او متوکل مشر نازولی یو. تاسې ټولنیزې رسنۍ وڅارئ،اسلامی امت د همدغسې مشر آرمان کوی، پر شیخ صاحب او عموماً پر اسلامی امارت ویاړی او افغانان ډېر بختور خلک ګڼی. نو د الله تعالی د نعمت قدردانی وکړئ، شکر اداء کړئ چې د اسلامی نظام تر سیوری لاندې ژوند کوو او په خورا اخلاص او تقوی د خپلو مشرانو اطاعت وکړئ. تر ټولو قیمتی او بختور ژوند هغه دی، چې د اسلامی نظام تر سیوری لاندې تیریږی.

ممکن است شما دوست داشته باشید