روزنامه اصلاح
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

پنجشیر کې اورښتونو مالی زیانونه اړولی دی

د پنجشیر په آبشاراو پریانو ولسوالیو کې د سختو وروستیو واورو او بادونو له امله ددغه ولایت اوسېدونکو ته مالی زیانونه آوښتی دی.

د پنجشیرله طبیعی پېښو سره د مبارزې رییس احمد ضیا یزدانی وایی چې ددغو اورښتونو او بادونو له امله د غوګانو، پسونو، وزې اواسپونو په ګډون په پریانو ولسوالۍ کې ۴۷۰ څاروی له منځه تللی دی.

هغه وویل، ددغه ولایت په آبشارو ولسوالۍ کې هم د ۲۰۰ جریبه کرنیزې ځمکې فصلی محصولات په بشپړه توګه له منځه تللی دی او له سلو زیات کورنۍ ددغې پېښې له امله زیانمې شوې دی.

هغه زیاته کړه چې د پنجشیرله طبیعی پېښو سره د مبارزې ریاست دغو دوو ولسوالیو ته د د یو سروې ټیم په استولوسره دغه شمېرنه ترلاسه کړی دی.

هغه وویل چې ددغې شمېرنې له مشخص کېدو وروسته د پنجشیرد بېړنی کمېتې له لورې ددغو دوو ولسوالیو له کورنیو سره به بشردوستانه مرستې وشی.

ممکن است شما دوست داشته باشید