روزنامه اصلاح
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

پـوره انسان د  علامه اقـبال لـه انده

لومړۍ برخه  /    لیکوال: سید ابوالحسن ندوی /    ژباړه: محمدصادق طارق

مولانا جلال الدین رومی په خپل یوه شعر کې وایې: «بیګا شپه مې یو سپین روبى تر سترګو شو چې څراغ یې په لاس کې ؤ او د ښار چاپیر ګرځیدى، داسې بریښده لکه چې کوم څه یې ورک وی، ور نه و مې پوښتل: وبښئ! کوم شى لټوئ؟ ځواب یې راکړ: د حیواناتو سره له هستیدلو خورا ستړى شوى یم اوس انسان لټوم، د سست عنصرو ملګرو له شتون څخه په تنګ شوى یم داسې زمرى غواړم چې سترګې مې پرې یخې شی. ورغبرګه مې کړه: ناحقه ځان مه ستړى کوه زه هم ډیره موده د داسې آزاد انسان په لټه کې وم خو پیدا مې نکړ. سپین روبی سر وښوراوه او ویې ویل: هو دغه نایاب څوک چې نه موندل کیږی زما په کار دى.

دى شیخ با چراغ همیگشت گرد شهر

کز دیو و دد ملولم و انسانم آرزوست

زین همرهان سست عناصر دلم گرفت

شیر خدا و رستم دستانم آرزوست

گفتند که یافت مینشود جستهایم ما

گفت آنکه یافت مینشود آنم آرزوست

محمد اقبال هم د خپل «اسرار خودى» دیوان مطالع د مولانا صاحب په دغه شعر پیل کړى دی، زما له انده یې موخه د پورته شعر له راوړلو څخه دا وه چې دى هم له مولانا سره په فکر او عقیده کې همغږى دى، ځکه چې اقبال په فلسفی علومو کې د څیړنو او کتنو له مخې د «پوره انسان» غوښتونکو په لومړی ردیف کې ځاى لری خو پوښتنه دا ده چې آیا اقبال خپل ورک شوى مطلب تر لاسه کړ که نه؟

که یې ځواب مثبت وی نو اقبال خورا ستری بریا او کشف ته لاس رسى موندلى دى چې د «کلمبس» تر بریا چې تازه نړۍ یې کشف کړى وه، ستره او اړینه ده ځکه دا موندنه ورک انسان او تباه انسانیت دى. که همدغه دوه شیان په نړۍ کې نه وی د نړۍ خیر به هم ټول شی، معاصره نړۍ تر نویو قارو او دریابونو انسان او انسانیت ته زیاته اړتیا لری.

پوره انسان څوک دى؟

اقبال په خپل شعرونو کې داسې څه ویلى دی لکه چې ورک انسان یې موندلى وی نو ځکه یې د هغه ځانګړتیاوو اړوند بحث او خبرې کړى دی، اقبال دا ورک انسان چیرې او څنګه موندلى دى؟

ډاریږم که د اقبال له اند سره سم پوره انسان درته معرفی کړم حیران به شئ، ځکه اقبال چې په کوم چا کې د پوره انسان نښې موندلى دی هغه «مسلمان» دى او بس.

له شک پرته د مسلمان ښایسته تصویر چې اقبال یې وړاندې کوی د هغه چا له ګومان سره چې د مسلمان ناسم او دروغ تصویر په ذهن کې له ځان سره لری زښته زیات توییر لری. هغوى به له دغه ځواب څخه حیران شی خو اقبال خپل ورک مقصد په مسلمان کې موندلى دى.

نمونه مسلمان

نمونه مسلمان د خپل ایمان، یقین، روحی قدرت او شجاعت له امله د متزلزلو خلکو تر مابین ممتاز دى. پاک توحید، قناعت، تقوى، ایثار او په ځان باندې اعتماد به یې د زر او زور له بندګانو، شهوت پرستانو او خپل ځان غوښتونکو څخه بېلوی. رښتینى مسلمان مادی مظاهرو ته هیڅ کله ارزښت نه ورکوی هغه تل په نړۍ د خپل رسالت ادا کولو هلې ځلې کوی، نور خلک به د باد له الوتلو سره سم د خپلو شخصی ګټو لپاره هرې لور ته کږیږی خو د حق لاروى به د ژوند په بیلابیلو شرایطو کې ثابت او قوی ولاړ وی، دا مسلمان د مثمرې ونى په څیر دى چې ریښه یې په ځمکه کې مضبوطه او سر یې اسمان ته پورته کړى وی. اقبال په یو بیت کې وایې: «اى مسلمانه! په پوره نړۍ کې یوازې ته ژوندى حقیقت یې نور ټول دروغ سراب دی» په بل بیت کې په اردو ژبه وایې: «د مسلمان ایمان او یقین د حق څلې دی نور هر څه چې په مادی نړۍ کې شتون لری وهم، طلسم او مجاز دی».

د مسلمان وجودی بُعدونه

مسلمان انسان دوه وجودی بعدونه لری؛ لومړۍ انسانی وجود او دویم ایمانی وجود. په انسانی وجود کې له ټولو انسانانو سره شریک دى، د نورو خلکو په څیر دنیا ته راځی، مشر کیږی، خپل بشری اړتیاوې پوره کوی، د نورو خلکو غوندې کسب ته مخه کوی، تحصیل کوی، حکومت او زعامت کوی، لنډه دا چې د همدى وجود له پلوه د طبیعی آدابو تابع وی. له دې امله چې ځانګړى نوم، جامه او ملیت لری د طبیعت له نظام څخه مستثنى کیدلى نه شی بلکى د بشری ټولنې د اقیانوس په څپو کې یوه څپه بلل کیږی، که چیرې یو مسلمان انسان په همدغه عمومی بشری وجود بسنه وکړی او (له ایمان پرته) یوازې د انسان په توګه ژوند غوره کړی نو فانی او ضعیف موجود به وی چې د الله تعالى په نزد به خاص ارزښت ونلری او هر کله چې له دنیا لاړ شی مرګ به یې بشری ټولنې ته ضایعه نه وی.

گر چه آدم بردمید از خاک و گل

رنگ و غم چون گل کشید از آب و گل

حیف اگر در آب و گل غلتد مدام

حیف اگر برتر نپرد زین مقام

خو ایمانی وجود یې عبارت دى له دې څخه چې مسلمان انسان د هغه ځانګړى رسالت خاوند دى کوم چې انبیاٶ ته سپارل شوى ؤ، مسلمان ځانګړو اصولو او عقیدو ته ژمن دى او د ځانګړى موخې لپاره ژوند کوی، هغه د همدې وجود له پلوه د حق په اسرارو کې یو سِر؛ د نړۍ په پاېو کې یوه پاېه او په بشری اړتیاوو کې اړینه اړتیا ګڼل کیږی، ښه به دا وی چې ژوندى وی او په ځان وویاړی بلکى لازمه دا ده چې د نړۍ له شتون سره سم مسلمان هم شتون ولری، ځکه د بشریت او نړۍ اړتیا وه دغه رنګ انسانانو ته د اوبو، هوا او حرارت له اړتیاوو لږ نه ده. د ژوند معنا او حقیقت تر هغه اخلاق، ایمان او موخو پورې تړاو لری کوم چې انبیاٶ بیان کړى دی خو اوس مسلمان انسان د هغوى اعلان او ابلاغ په غاړه لری نو که مسلمان شتون ونلری دا موخې او اهداف به وران شی. له همدې کبله د مسلمان شتون د لمر او ستورو د شتون په څیر اړین دى، نسلونه او ملتونه منقرض کیږی، آبادې ورانیږی او ورانې آبادیږی، دولتونه او حکومتونه پرځول کیږی، کلتورونه بدلیږی خو مسلمان هماغسې ثابت او مضبوط دى.

ممکن است شما دوست داشته باشید