روزنامه اصلاح
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

پاکستان: مری کې واورو ۲۱ سیاحان وژلی دی

د پاکستان د پنجاب ایالت په مشهور سیاحتی سیمې مری کې د سختو واورو له کبله د یوې کورنۍ د ۸ غړو په شمول ۲۱ کسان وژل شوی دی.

د پاکستان د کورنیو چارو وزارت ویلی دی چې په لومړی ځل مری ته په ډیر لوی شمېر خلک د چکر لپاره تللی وو چې له کبله یې دغه لوی ناورین رامنځته شو.

هغه زیاته کړه چې دوی د مری ته تلونکی ټولې لارې بندې کړی او د خلکو د ژغورنې لپاره یې عملیات پیل کړی دی.

شیخ رشید وویل چې د تېرې شپې راهیسې د مری په واورو کې زر موټر نښتی دی، او یو شمېر موټر یې له واورو ویستی دی.

پر ټویټر یو شمېر ویډیوګانې خپرې شوی چې په موټرو کې د اکسیجن د کمښت له وجې مړه شوی کسان ښودل کیږی.

د پاکستان حکومت حاضره سیمه کې اضطراری حالت اعلان کړی دی.

ممکن است شما دوست داشته باشید