روزنامه اصلاح
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

پاکستانی چورلکه او شپږ پوځیان لادرکه شوی دی

یوه پاکستانۍ نظامی‌ چورلکه له شپږو پوځیانو سره یو ځای لادرکه شوې ده. د پاکستانی رسنیو د راپورونو له مخې د کوټې د پوځ مشر هم په دې چورلکه کې و. سرچینې وایی چې دغه چورلکه په بلوچستان کې د سیلاب ځپلو د ژغورلو په موخه روانه شوې وه چې د رادار له پردو لادرکه شوې ده. حکومتی سرچینې وایی‌ د چورلکې په اړه تر دې دمه معلومات نشته خو په اړه یې پراخې او چټکې پلټنې روانې دی. د پاکستان لومړی وزیر دغه پېښه خواشنوونکې بللې ده او زیاتوی چې یادو کسانو د خپلو خلکو د ژغورلو تکل کړی و او دا پېښه خواشنوونکې ده.

ممکن است شما دوست داشته باشید