روزنامه اصلاح
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

پاکستان؛ ترافیکی پېښه کې ۲۶ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

پاکستان کې د ټرافیکی پېښې له کبله ۲۶ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. چارواکی وایی چې بهاولپور ښار ته نږدې یوه مسافر وړونکی بس د تیلو له یوه ټانکر سره ټکر کړی چې له کبله یې لږ تر لږه ۲۰ تنه مړه او شپږ نور ټپیان شوی دی. سرچینو زیاته کړې چې تر ټکر وروسته دواړو موټرو اور اخیستی چې له کبله یې لویه لاره پنځه ساعته بنده وه او دغه راز تلفات هم لوړ شوی دی. د پېښې لامل د مسافر وړونکی بس د چلوونکی بې احتیاطی ښودل شوې ده. پاکستان کې دا د خپل ډول لومړنۍ پېښه نه ده بلکې د موټر چلوونکو بې احتیاطی په ځلونو د ورته پېښو سبب شوې ده. تېره میاشت له اسلام اباده کویټې ته روان یو مسافر وړونکی بس هم یوې لویې کندې ته لوېدلی و چې له کبله یې لسګونو تنو ته مرګ ژوبله اوښتې وه.

ممکن است شما دوست داشته باشید