روزنامه اصلاح
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

ولسمشر پوتین: خپلو متحدینو ته تر ټولو پرمختللې وسلې ورکوو

د روسیې ولسمشر ویلادمیر پوتین په خپلو تازه څرګندونو کې ویلی، چې خپلو متحدینو ته تر ټولو پرمختللې وسلې ورکوی.

نوموړی چې له مسکو څخه د باندې یې د یو پوځی فورم د پرانیستلو په مراسمو کې خبرې کولی وویل: چې چمتو دی، څو خپلو متحدینو او شریکانو ته تر ټولو عصری وسلې او جنګی مهمات ورکړی.

ولسمشر پوتین ویلی، چې په دغو عصری وسلو کې جنګی الوتکې، زرهی موټر او ګڼ شمېر نورې وسلې او مهمات شامل دی.

د پوتین په خبره چې دا وسلې تر دې وړاندې هم د جګړې په ډګر کې ازمایل شوې دی. هغه ویلی، روسیه په بېلابېلو لویو وچو کې خپل همفکره متحدین لری او دوی په دې کار خوښ دی.

باید وویل شی چې د روسیې ولسمشر پوتین په داسې حال کې دا څرګندونې کوی چې پر اوکراین د نظامی یرغل له کبله ګڼ شمېر هېوادونو له روسیې سره هر ډول اړیکې پرې کړې او پر دغه هېواد یې کلک اقتصادی بندیزونه لګولی دی.

ممکن است شما دوست داشته باشید