روزنامه اصلاح
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

وزیرستان کې په یو برید کې دوه پاکستانی پولیس وژل شوی

د ډیورنډ فرضی کرښې پورې غاړه شمالی وزیرستان کې دغې کرښې ته څېرمه د پاکستانی پولیسو پر پوسته د وسله والو په برید کې څلورو پولیسو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. په وزیرستان کې د پاکستانی پولیسو سیمه ییز قومندان رسنیو ته ویلی چې دا پېښه د میر علی تحصیل په سیمه کې رامنځته شوې ده چې په نتیجه کې یې دوه پولیس وژل شوی او دوه نور ټپیان شوی دی. د پولیسو مشر ویلی چې تر پېښې وروسته یې ځواکونه د پېښې ځای ته لېږلی او د لټون عملیات یې پیل کړی دی. د پاکستانی طالبانو تحریک د یاد برید پړه پر غاړه اخیستې ده او تر شپږو پورې پولیسو ته یې د مرګ ژوبلې اړولو ادعا کړې ده.

ممکن است شما دوست داشته باشید