روزنامه اصلاح
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

هېواد ته د بې کیفیته تېلو، ګاز، کود او نورو غیر معیاری موادو واردول په مطلق ډول بند دی

د رییس الوزرا ملا محمد حسن آخند په مشرۍ او د وزارتونو او مستقلو ادارو د مسوولینو په ګډون د افغانستان اسلامی امارت د کابینې غونډه جوړه شوه او پر بېلابېلو موضوعاتو بحث وشو.

د باختر آژانس د خبر له مخې؛ د غونډې د اجنډا یوه مهمه موضوع د بودجوی کال ټاکل او د مالیې وزارت له خوا د ضمیمه بودجې د طرحې ارزول وو.

د کابینې د پرېکړې پر اساس، د هجری لمریز کال له (جدی) څخه د بودجوی کال پیلېدل لغو او د کال د لومړۍ میاشتې (حمل) له لومړۍ نېټې څخه د نوی بودجوی کال پیلېدل تصویب شول.

دغه راز کابینې د روان ۱۴۰۰ هجری لمریز کال د پاتې درېو میاشتو (جدی، دلو او حوت) لپاره د مالیې وزارت له خوا د ضمیمه بودجې چمتو شوې طرحه له کوم ادلون بدلون پرته تصویب کړه. له څو لسیزو وروسته دا لومړی ځل دی چې د هېواد بودجه له بهرنیو مرستو ‍پرته د داخلی امکاناتو پر اساس جوړېږی.

د کابینې غونډې ټینګار وکړ چې هېواد ته د بې کیفیته تېلو، ګاز، کود او نورو غیر معیاری موادو واردول په مطلق ډول ممنوع دی او که له دې وروسته هرچا غیر معیاری مواد افغانستان ته وارد کړی، له سخت چلند سره به مخ شی.

په همدې حال کې په تجارتی بندرونو کې د تېلو د ټانکرونو د تجمع او بې کیفیته موادو د واردولو د ستونزې د ښې څېړنې او حل لپاره لوړرتبه پلاوی ته دنده وسپارل شوه چې سوداګریزو بندرونو ته سفر وکړی.

دغه راز د کابینې غونډې ته د تشکیلاتو د تنظیم کمېسیون کاری راپور او د ځینو ادارو په اړه شوې پرېکړې وړاندې شوې چې تر معمولی بدلون وروسته تصویب شوې.

د کابینې په غونډه کې پر نورو مسایلو هم خبرې وشوې او لازمې پرېکړې وشوې.

***

ممکن است شما دوست داشته باشید