روزنامه اصلاح
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

هند افغانستان ته د کرونا ۵ لکه ډوزه واکسین مرسته رالېږلې

په هند کې د افغانستان سفیر فرید ماموندزی وایی چې د د پنځه لکه ډوزه واکسین چې د هند د حکومت له خوا مرسته شوی، پرون افغانستان ته لېږدول شوی دی.

ماموندزی پر خپل ټویټر لیکلی دی چې دغه مرسته په کابل کې د اندرا ګاندی روغتون ترلاسه کړې چې وروسته به د افغانستان نورو رغتونونو ته ولېږدول شی.

هغه زیاته کړې چې په را روانو څو اونیو کې به ۵ لکه ډوزه نور واکسین افغانستان ته ولیږدوی.

افغان سفیر د هند له حکومت مننه کړې چې د نوی کال پر لومړۍ ورځې یې د واکسینو دغه مرسته له افغانستان سره وکړه.

د یادونې وړ ده چې څه د عامې روغتیا وزارت تېره ورځ ویلی وو چې تر دې دمه یې په افغانستان کې اووه نیم میلیونه کسانو د کرونا واکسین کړی دی.

یاد وزارت د معلوماتو پر اساس په وروستیو څلورو میاشتو کې ۲۷ لکه افغانان د کرونا ضد واکسین ترلاسه کړی دی.

ممکن است شما دوست داشته باشید