روزنامه اصلاح
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

هنده، حمزه رضی الله عنه مثله کوی!

ژباړه:محمدعلی عظمت

یو څلویښتمه برخه

هندې د عُتبه لور او له دې سره چې نورې کومې ښځې وې، د رسول الله صلی الله علیه وسلم اصحاب کرام رضی الله عنهم، چې شهیدان شوی وو، د هغوی جسدونه مثله کول. د هغو غوږونه او پوزې یې ترې غوڅولې، تر دې چې هندې د سړیو له غوږونو څخه پایزېب او غاړکۍ جوړ کړل!

او هندې، خپل پایزېب، غاړکۍ او والۍ وحشی (د حمزه رضی الله عنه قاتل) ته ورکړل. او د حضرت حمزه رضی الله عنه ینه (ځیګر) یې ټوټه کړ، ویې ژوو، خو ویې نه شو کړای، چې تېر یې کړی، نو بېرته یې تُو کړ.

بیا په یوه لویه تیږه (کمر) ودرېده او په لوړ غږ یې وویل:

شَفَیْتُ نَفْسِیْ، وَ قَضَیْتُ نَذْرِیْ          شَفَیْتُ وَحْشِیٌ غلیل صدری

فَشْکْرُ وَحْشِیٍّ عَلیَّ عُمْرِیْ              حَتی تَرِمَّ اَعْظُمِیْ فِی قَبْرِیْ

ژباړه:

د جګړې پای

ابوسفیان او نور هغه کسان چې ورسره وو، بېرته ور ګرځېدل او په لوړ غږ یې ویل: راتلونکی کال له تاسو سره بدر وعده دی.

نو رسول الله صلی الله علیه وسلم یو سړی ته وویل: «ورته ووایه، هو… هغه زمونږ او ستاسو ترمنځ د وعدې ځای دی».

هیڅکله به ستا په څېر مصیبت و نه وینم!

او رسول الله صلی الله علیه وسلم ووت، حمزه رضی الله عنه یې لټولو، نو هغه یې ومونده، چې ګېډه یې څېرل شوې وه، هغه مثله شوی او پوزه او غوږونه یې غوڅ شوی وو.

او کله چې رسول الله صلی الله علیه وسلم د حمزه رضی الله عنه تر څنګ ودرېده، ویې ویل: «هیڅکله به ستا په څېر مصیبت و نه ګورم، او کله هم له دې ډېر ناوړه او دردناک حالت سره نه یم مخ شوی».

چېرته چې شهیدان شوی، هلته یې دفن کړئ!

او ځینې مسلمانانو خپل شهیدان مدینې ته یووړل، چې هلته یې دفن کړی.

بیا رسول الله صلی الله علیه وسلم له دې ایسار کړل او ویې ویل: «په هغه ځای کې یې دفن کړئ، چېرته چې شهیدان شوی دی».

او مسلمانانو دوه دوه او درې درې په یوه قبر کې ښخول.

نو رسول الله صلی الله علیه وسلم څه وکړل؟

بیا رسول الله صلی الله علیه وسلم له دې وروسته مدینې منورې ته ستون شو.

او په لاره کې رسول الله صلی الله علیه وسلم له بنودینار څخه د یوې ښځې ترڅنګ تېر شو، د هغې خاوند، ورور او پلار له رسول الله صلی الله علیه وسلم په اُحد کې شهیدان شوی وو.

نو کله چې هغې ته د هغوی د شهادت خبر ورسېده، هغې وویل: د رسول الله صلی الله علیه وسلم څه حال و؟

خلکو ورته وویل: اې د پلانۍ مورې، هغه په خیر دی، څنګه یې چې خوښوې.

هغې وویل: ما ته یې را ووینئ، څو هغه ته وګورم.

نو دې ته د هغه لور ته اشاره وشوه… څو هغې ولیده، ویې ویل: له تا وروسته هر مصیبت وړوکی دی!

هغې د خپلو شهیدانو په اړه هیڅ سوچ و نه کړ، بېشکه له هغې سره د رسالت د څښتن فکر و!!

او همدارنګه هغوی وو… او له دې ځایه (له دې امله) یې په زمکه هم تل نومونه پاتې شول او په آسمان کې هم د تل لپاره ثبت شول.

د دښمن وېرول

او داُحد غزا د شنبې په ورځ د شوال په نیمایی کې د هجرت په دریم کال پېښه شوه.

نو کله چې سبا د یکشنبې ورځ وه، د رسول الله صلی الله علیه وسلم اعلان کوونکی په خلکو کې اعلان وکړ، چې دښمن تعقیبوی او اعلان کوونکی وویل: له مونږ سره به یوازې هغه څوک ځی، چې پرون له مونږسره حاضر وو.

او بېشکه رسول الله صلی الله علیه وسلم د دښمن د ډارولو لپاره ووت، څو هغوی ته دا خبر ورسیږی، چې هغه د دوی په لټون پسې راوتلی او د هغه د ځواکمنتیا اټکل وکړی. او څه چې هغه (مسلمانانو) ته رسیدلی، نو سست کړی یې نه دی.

بیا رسول الله صلی الله علیه وسلم روان شو، آن تر حمرآء الاسد پورې ورسېده او دا ځای له مدینې څخه اته میله لرې دی. نو هلته یې درې ورځې (دوشنبه، سه شنبه او چهارشنبه) تېرې کړې، بیا بېرته مدینې منورې ته ستون شو.

دا او نور ټول، چې د اُحد په غزا کې له مسلمانانو څخه شهیدان شول، له مهاجرینو او انصارو څخه اویا (۷۰) تنه وو.

او له مشرکانو څخه په اُحد کې (۲۲) کسان مردار شول.

ممکن است شما دوست داشته باشید