روزنامه اصلاح
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

هلمند کې یو روغتیایی کلینیک ترمیم او ګټی اخیستنی ته وسپارل شو

شریعت: تېره ورځ د هلمند ولایت د مارجې ولسوالۍ د بشپړ روغتیایی مرکز ودانۍ چی د تېرو جګړو له امله تخریب شوې وه، د OHPM مؤسیسې په تطبیق او د UNCIEF مؤسیسې په مالی لګښت بیا ځل ترمیم او ګټی اخیستنې ته وسپارل شوه.

د دغه روغتیایی مرکز د بیا ځل ترمیم کارونه چی څه موده وړاندی پیل شوی وه، د OHPM مؤسیسې ولایتی نماینده رفیع الله (سادات) قومی مشرانو او د یادی ولسوالۍ د استخباراتو او امنیه قوماندانۍ د  مسؤلینو لخوا د پټۍ په پرې کولوسره ګټی اخیستنی ته وسپارل شو.

د یادونی وړ ده چی د دغه مؤسیسو لخوا د یاد کلینیک سره د طبی او غیر طبی توکو او سامان آلاتو مرسته هم وشوه چې پکښی ۱۳ د بستر کټونه، یو ولادی کټ، ۱۰ دانې مېزونه، ۷ دانې المارۍ، ۵ دانې د درملو د ساتنی المارۍ، ۵۰ دانې پلاستیکی چوکۍ، ۷ دانې دفتری چوکۍ، ۵ دانې پردې، ۷ دانې کولران، ۳ دانې ۱۵۰ ولټه لمریزی برېښنایی هنداری او ځینی نور توکی شامل وه.

د کلینیک مسؤلینو د یادو مؤسیسو له مسؤلینو څخه مننه وکړه او په راتلونکی کی یې د ورته نورو مرستو غوښتنه وکړل.

ممکن است شما دوست داشته باشید