روزنامه اصلاح
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

هلمند کې پر ۴ جریبه ځمکه کرل شوی بنګ او کوکنار واړول شول

د کورنیو چارو وزارت د نشه یی توکو پر وړاندې د مبارزې معینیت مسوولین وایی، چې د هلمند په مرکز لښکرګاه سربېره واشیر ولسوالۍ کې پر ۴ جریبه ځمه کرل شوی بنګ او کوکنار واړول شول.

د یو بل خبر له مخې؛ په زابل کې د اومانو (هغه بوټی چې د نشه یی توکو په تولید کې ترې استفاده کېږی) بوټی ترلاسه شوی دی.  د زابل د نشه یی توکو پر وړاندی د مبارزې مدیر مولوی فیض محمد فیضانی باختر آژانس ته وویل، چې دغه بوټې د یاد ولایت په مرکز ترینکوټ، شهرصفا او شاه جوی ولسوالیو کې تر لاسه شوی دی.

د فیضانی په خبره، په دې تړاو یې درې تنه نیولی، چې تر لومړنیو څېړنو وروسته به عدلی او قضایی ارګانونو ته وسپارل شی.

ممکن است شما دوست داشته باشید