روزنامه اصلاح
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

هلمند کې معلولینو لپاره نوی او عصری مرکز جوړیږی

د سره صلیب نړیوالی ادارې (آی سی آر سی) لخوا د هلمند ولایت په مرکز لښکرګاه کی د معلولینو لپاره د نوی فزیکی مرکز جوړلو ساختمانی چاری پیل کیږی.

د دغه مرکز د جوړولو لپاره د مؤثر ترتیب او مشخصاتو د یقینی کولو لپاره د ډیزاین د اوږدو مرحلو وروسته او په هیواد کې د وروستیو پیښو له امله د تدارکاتو له ځنډېدو وروسته اوس مهال د عملی کار دشروع کولو مرحله پیل کیږی.

که څه هم تردې وړاندی  ( آی سی آرسی) په لښکرګا کی خپل دفتر ته څېرمه دمعیوبینو او معلولینو دفزیکی بیا رغاونی مرکز درلود  چې ۱۱ کاله وړاندی پرانیستل سوی وو او دغه روغتیایی مرکز دهغه مراکزو یوه څانګه ده کوم چی (آی سی آرسی) په افغانستان کی د معیوبینو سره د همکارۍ لپاره جوړ کړی دی.

او دهیواد د جنوبی ولایتونو خلګو ته ځینی روغتیایی خدمتونه وړاندی کوی لکه :

معلولینو او معیوبینو ته مصنوعی اعضاوو جوړول چی لاسونه یا پښې یی قطعه سوی وی، همدارنګه دستون فقرات صدمه، دمحیطی اعصابو صدمه، د  فلج ناروغی، د عضلاتو ضعف یاسوء تغذی ناروغۍ، دماغی فلج، دبدن نیمایی فلج، ولادی انحراف یاکوږوالی، خلع سرین، ولادی دحرامغذ صدمه او د مصنوعی غړو جوړول او کومکی وسایل ورکول، لکه لکړی، چهار خانه او بایسکیل ورکول.

داچی مخکنی مرکز په بشپړ ډول د معلولینو داړتیاوو د پوره کولو ظرفیت نه درلود ځکه د ناروغانو شمېر زیات وو اوسربېره پردې په یاد مرکز کی د ناروغانو دبستر کولو امکانات هم نه وه نو له همدې امله  ډیری ناروغان د کافی خدمتونو څخه بې برخی وه په ځانګړې توګه هغه ناروغان چې دستون فقرات یا نخاع شوکی صدمې یې لیدلی وې.

نو له همدې امله د سره صلیب (ICRC ) دفتر په پلان کی لری چی د اوسنی مرکز ترڅنګ یو بل مجهز د فزیکی بیارغاونی ستر مرکز پرانیزی ترڅو په هلمند کی د شته معلولینو او معیوبینو د فزیکی بیارغونی په برخه کی شته ستونزی حل سی.

د یادونی وړ ده چی مخکنی مرکز ته به په کال کی (۸۰۰۰) ناروغانو مراجعه کول او د دی خدمتونو څخه برخمن کېدل خو د نوی مرکز په جوړېدو سره به په هلمند کی د پخوا په پرتله دوه برابره ناروغانو ته خدمات وړاندی سی.

د (آی سی آرسی) ولایتی دفتر د مسؤلینو په وینا: نوی مرکز به په یوه ورځ کی د (۶۰) تنو نارینه او ښځینه ناروغانو د بستر امکانات ولری او هم به د (۲۵۰) تنه سرپا ناروغانو د تداوی وړتیا ولری.

د دوی په وینا: په مخکنی مرکز کی یوازی د ۱۲۵-۱۲۰ سرپا ناروغانو تداوی او مرسته کېدل خو په نوی مرکز کی به له یوې خوا د تداوی کیفیت لوړ سی او له بلی خوا به هغه معلولین چی دستونی فقراتو صدمه یې لیدلې وی د بستر امکانات موجود سی او د هغه ناروغانو لپاره چی لاس او پښې ونلری دتمرین زمینه برابره سی تر څو وکولای سی د مصنوعی لاس او پښو سره د عادت کېدو تمرین وکړی.

که څه هم د دی نوی مرکز ځمکه ۵ کاله وړاندی د عامی روغتیا وزارت لخوا ( آی سی آرسی) ته ورکول سوې وه خو دا تړون ۳ کاله ورسته لاسلیک سو چی یاده ځمکه (۶۰۵۰) متره مربع مساحت لری.

دغه روغتیایی مرکز د یوې ازادی پروژې په صفت جوړیږی چی دبریښنا او اوبو مکمل  سیسټم به هم ولری.

دغه مرکز به په یوه پوړیزه ودانۍ کی ۱۳ کانګریټی خونی او د ورزش لپاره یو باب فلزی خونه هم ولری.

د دې ودانی ډیزاین د هیواد د داخلی انجینرانو لخوا سوی او په جوړېدو کی به یې له وطنی ساختمانی موادو څخه استفاده کیږی.

اټکل سوی چی د دې پروژې ټول ساختمانی کارونه به تر۱۸ میاشتو پوری بشپړ سی.

ممکن است شما دوست داشته باشید