روزنامه اصلاح برای بار اول در ۲۹ دلو ۱۳۰۰ هش مطابق به ۱۸ فبروری ۱۹۲۱میلادی به نگارندگی و سر دبیری محمد بشیر در شهر خان آباد شروع به نشرات کرد. دراین نشریه بعد از شماره ۱۶ بجای مدیر و سر دبیر تنها سر دبیر وبجای محمد بشیر ، حافظ فیض محمد درج گردیده است.
در مرحله اول، این جریده در یک صفحه بروی کاغذ نازک شکری رنگ در مطبعه سنگی خان آباد نشر میگردید. موضوعات این جریده را سر مقاله، مطالبی در باره حوادث داخلی، حوادث خارجی، ادبیات، مسایلی برای سر گرمی و مقالات علمی تشکیل میداد. در پیشانی اخبار درج شده بود.
باختر آژانس: په هلمند کې دوه تنه په کولرا ناروغۍ د اخته کېدو له امله مړه شوی دی.
د وړاندې شویو شمېرنو له مخې په هلمند کې د شدید نس ناستی ناروغۍ په خپرېدو سره یوازې په سنګین ولسوالۍ کې ٢٢٠ تنه په دغې ناروغۍ اخته شوی دی.
د هلمند د عامې روغتیا ریاست یوه خبرځاى باختر آژانس ته وویل چې زیاتره دغو ناروغانو په خپلو کلیو او بانډو د ګرځنده روغتیایی ټیمونو له خوا تداوی او کم شمېر چې روغتیایی حالت یې خراب و د درملنې په موخه د سنګین ولسوالۍ روغتیایی مرکز ته لېږدول شوی او تر درملنې لاندې دی.
هغه وویل، چې روغتیایی ټیمونو د شدیدې ناروغۍ د درملنې ترڅنګ د سیمې اوسېدونکو ته د دغې ناروغۍ او د هغه د مخنیوی د لارو چارو په اړه معلومات ورکوی.
په همدې حال کې د سنګین ولسوالۍ روغتیایی مسوولینو د دغې ناروغۍ د مخنیوی لپاره د درملو کمښت یوه ستونزه وبلله.
له ناپاکو اوبو څخه استفاده په یادې ناروغۍ د اخته کېدو اصلی لامل دی.
کولرا د کولمو یو ډول عفونت دى، چې په دې ویروس اخته کس په نس ناستی او کانګی اخته کېږی.