روزنامه اصلاح
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

هغوی چې د امر بالمعروف وزارت لغو کېدل غواړی…!

د اسلامی نظام له خصوصیتونو؛ یو مهم خصوصیت دا دی چې امر بالمعروف او نهی عن المنکر به تر سره کوی. همداراز د سالم عقل او فطرت تقاضا هم دا ده چې باید په هره ټولنه کې داسې یو څوک وی، چې خلک له بدیو منع او نیکیو ته یې وهڅوی.

ټولنه د یوې کښتۍ مثال لری، که په یوه کښتۍ کې یو ناپوه لګیا وی او سورۍ کوی یې، نو که نورو خلکو منع نه کړ، هغوی خپله هم ورسره غرقیږی او که چېرې یې منع کړ، نو ټوله کښتۍ به له غرقېدو ژغورل شوې وی.

په صورت؛ د امر بالمعروف له اهمیت او ضرورت څخه خو هیڅوک هم انکار نه شی کولای، خبره دا ده چې اوس مهال زموږ په هېواد کې د امربالمعروف او نهی عن المنکر وزارت په کومه طریقه پر مخ ولاړ شی؟!

نو طبعاً خلک ډول ډول نظریات لری، ځینې خو یې هغه دی چې غربی تبلیغاتو متاثره کړی او له همدې امله امر بالمعروف او نهی عن المنکر هسې یوه بې ځایه مشغله او د خلکو په «شخصی ژوند!» کې نامشروع مداخله ګڼی! نو دوی خو د اسلام له لارښوونو کاږه شوی، بې لارې شوی او د شیطان یې منلې ده.

مګر هغه مخلص مسلمانان چې د امر بالمعروف او نهی عن المنکر په اهمیت پوهیږی، هغوی بیا امربالمعروف غواړی، البته د عملی کولو طرحې یې جدا جدا دی.

ځینې یې په دې نظر دی چې امر بالمعروف او نهی عن المنکر باید د حالاتو له پام کې نیولو پرته؛ د کوتک په زور تطبیق او عملی شی. او که داسې نه کیږی، نو بیا دې د امر بالمعروف او نهی عن المنکر وزارت لغو شی، ځکه چې په وینا یې «ثروت او قوت» نه لری!

نو دا یو لنډ، خام او احساساتی فکر دی. د افغانستان اوسنی حالت ته په کتو معقوله دا ده، چې د امر بالمعروف او نهی عن المنکر وزارت په داسې طرز او طریقه خپله دنده پر مخ یوسی، چې پر اساس یې ټولنه کې اصلاح رامنځ ته شی، خو بغاوت جوړ نه شی او همدا د امر بالمعروف او نهی عن المنکر شرعی چوکاټ هم دی.

مثلاً: که د ږیره خریونکو خلاف له زور او کوتک څخه کار واخیستل شی، نو فکر وکړئ؛ له څو میلیونه هېوادوالو سره به لاس او ګرېوان یو، ایا دا ټول زندانی کولای شو؟ که دا ټول ووهو، وټکوو او مجبور یې کړو چې ږیرې پرېږدی، ایا دا ممکنه ده؟

 که د ښځو د حجاب په اړه د زور او جبر لاره اختیار شی، نو څه فکر کوئ چې د دغو سلګونو زرو ښځو ایسارول، د نامحرمه ګرځېدو مخنیوی او د دوی ټولو په حجاب او چادری مجبورول به موږ ته په کومه بیه تمام شی؟

همداراز که د جماعت او لمونځ اداء کولو په لړ کې له زور او سختۍ کار واخیستل شی، نو ایا بیا هم په ټولو خلکو لمونځ کول ممکن دی؟ ایا دا ممکنه ده چې د بازار په ګڼه ګوڼه کې هر کس تعقیب او لمونځ پرې اداء کړل شی؟

نو اوسنیو حالاتو ته په کتو امر بالمعروف او نهی عن المنکر باید په داسې توګه تر سره شی، چې هم ټولنه اصلاح شی او هم د خلکو زړونه وساتل شی. فرضاً؛ اوس که د ښځو د حجاب او دغه راز نورو چارو په اړه د زور لاره اختیار شی، نه یوازې دا چې بیا به هم هدف په کُلی معنی تر لاسه نه شی، بلکې داسې څه به راپېښ شی، چې له نورو ډېرو مشکلاتو سره به مخ شو. مثلاً خارجی بندیزونه لا نور ډېرېدلای شی، له خارج څخه د نظامی بریدونو امکان زیاتیږی او د دې تر څنګ په داخل د هېواد کې د میلیونونو خلکو له بغاوت سره مخ کېږو. بیا به نو خدای مه کړه، «طلب الکل، فوت الکل» سره مخ شو.

یوه بله مهمه خبره دا ده چې که د زور لاره اختیار شی، نو د امر بالمعروف او نهی عن المنکر په لړ کې به ډېرې زیاتې ناخوالې راپېښې شی، مثلاً په بېلا بېلو مواردو کې به د نظام د مسؤلینو او افرادو له خوا د امر بامعروف او نهی عن المنکر په نوم د خلکو حیثیت او عزت ته زیان رسول کیږی او بیا به د یو سنت د عملی کولو، یا له یو مکروه عمل څخه د خلکو د ایسارولو په نوم، لوی مظالم او تجاوزونه ترسره کیږی.

ستونزه دا ده چې ځینې احساساتی ځوانان له امر بالمعروف او نهی عن المنکر سره کوتک لازم بولی او که په ټولنه کې د شریعت خلاف یوه معمولی کړنه ووینی، نو وایی چې ښا! دا نو څه ډول اسلامی نظام شو؟

 خو داسې نه ده! اوس چې الحمدلله؛ اسلامی نظام نافذ دی، نو زموږ لوی هدف تر لاسه شوی، چې هغه اعلاء کلمه الله ده. الحمدلله؛ زموږ دینی اصول او مقدسات خوندی دی، د اسلام احکام په ډاډه زړه تر سره کیږی، مسلمانان غالب او عزتمن دی او په مجموع کې د الله تعالی رالېږل شوی قانون حاکم دی. په تلویزیونونو کې به پخوا څه حال روان ؤ، اوس الحمدلله هر څه کنټرول دی او نور به هم هر څه سم شی.

نو اوس که په ټولنه کې د شریعت خلاف څه کړنې تر سره کیږی، د هغو د مخنیوی لپاره هم د امر بالمعروف او نهی عن المنکر په نوم اداره موجوده ده. دغه اداره به ځینې مواردو کې له زور څخه کار اخلی او ځینو کې به د توصیې او تشویقولو تر حده. معنی دا چې امر بامعروف او نهی عن المنکر هم تر سره کیږی، خو ټول کار یې له زور او کوتک سره تړل په هیڅ صورت نه دی مناسب. اوسنیو حالاتو ته کتو ځینې چارې داسې دی؛ چې په اړه یې باید له حکمت، تدبیر او توصیې څخه کار واخیستل شی، لکه د جماعت او لمونځ قائمول او د خلکو د صورت او سیرت اصلاح کول. ځکه چې دغه چارې که په زور هم تر سره شی، بیا هم په پوره معنی تر سره کېدل یې امکان نه لری، خو شر او بغاوت یې معلوم دی.

البته؛ ځینې نور داسې موارد هم شته، چې په اصلاح کولو کې یې د بغاوت او حرج جوړېدلو امکان نشته، نو هلته باید د امر بالمعروف او نهی عن المنکر اداره له زور څخه کار واخلی. لکه؛ په ښکاره د موسیقی غږولو او ناوړه فلمونو له کتلو څخه خلک ایسارول، تلویزیونونه او راډیویی خپرونې اصلاح کول، په ښارونو او بازارونو کې؛ خصوصاً د سلمانیانو او ښځینه زېوراتو له دوکانونو څخه د هغو انځورونو له منځه وړل چې د اسلامی شریعت او افغانی عنعناتو خلاف دی او دغه ډول یو شمېر نورې داسې چارې شته، چې مخنیوی یې اسانه دی، خو پر ټولنه باندې خورا منفی اثرات لری، نو د دغسې چارو په مخنیوی کې باید له زور څخه هم کار واخیستل شی.

وړمه ورځ مې د یو ملګری لیکنه ولوسته، هغه لیکلی ؤ چې د امربالمعروف وزارت ثروت او قوت نه لری، نو اوامر به څرنګه تطبیق کړی؟ او له همدې امله باید یاد وزارت لغو شی!

حال دا چې امر بالمعروف خو تطبیق دی او تطبیقیږی. د تطبیق معنی خو دا نه ده چې خلکو پسې په هره وړه او جزئ مسئله کې کوتک راواخیستل شی. امر بالمعروف او نهی عن المنکر ترسره کیږی، ځینې مواردو کې به له زور څخه کار اخیستل کیږی او ځینو کې له توصیې څخه.

ورپسې یې لیکلی ؤ چې یاد وزارت یوه هفته وروسته جعلی فرمانونه ردوی، نو چا چې هغه فرمانونه رد کړی وو، هغه ټویټر پاڼه جعلی وه، دی هسې پرې دوکه شوی دی، د امربالمعروف وزارت بیرته خپله فرمانونه نه دی رد کړی.

بله نیوکه یې دا وه چې امر بالمعروف وزارت ویلی چې ښځه باید له شرعی محرم پرته ۴۰ کیلو متره سفر ونه کړی. نو ایآ ۳۹ کیلو متره جایز دی؟

همداراز د ټویټر یو بل فعال لیکلی ؤ چې نو موټروان به یې څرنګه وپېژنی چې دا یې شرعی محرم دی، که نه؟

نو حقیقت دا دی چې دوی د یاد فرمان په مقصد سم نه دی پوهیدلی، د فرمان مقصد دا نه ؤ چې ۴۰ کیلو متره ناجایز، خو ۳۹ کیلو متره یا تر دې کم جایز دی او بې غمه دې ځی، یا دا چې موټروان دې تحقیقات پیل کړی چې ایا دا کس دې رښتیا شرعی محرم دی که نه؟!

بلکې له یاد فرمان څخه هدف دا ؤ، چې موټروان دې هیڅ ښځه بغیر له محرم څخه (یوازې/ چې څوک ورسره نه وی) او سفر اوږد وی، موټر ته دې نه خېژوی. بیا که دوی دا وایی؛ چې که فرضاً کومه ښځه له یو پردی کس سره د شرعی محرم په نامه چېرته ولاړه شی؛ نو بیا؟

نو ایا له هر چا څخه د دومره کلکو تحقیقاتو کول ممکن دی؟! ځکه خو د امر بالمعروف او نهی عن المنکر وزارت د توصیې تر حده خلک وپوهول او د اسلام احکام یې خلکو ته بیان کړل.

همداراز که وایی چې ولې ۴۰ کیلو متره سفر ناجایز او ۳۹ کیلو متره جایز دی، دا نو بیا هسې خبرو کې خبرې لټول دی. په فرمان کې خو د شریعت موافق حد ذکر شوی او هدف دا دی چې که لنډه سیمه کې له یو ځای څخه بل ځای ته ښځه ځی، خیر دی ولاړه دې شی، خو په لیرې سفرونو کې یې پرته له محرم څخه موټر ته مه پورته کوئ.

اخر کې یې لیکلی ؤ، چې « ولې شل کاله مخکې خلک د ږیرو خریلو پر سر وهل کېدل او ښځې په حجاب مکلفې وې، خو اوس څه نه ورته وایاست، ایا شریعت تغیر شوی، که تاسې تغیر شوی یاست؟ هغوی علماء نه وو، که تاسې؟!»

نو ایا دا پوښتنې معقولې دی؟ حال دا چې ټول پوهېږو چې د هغه وخت او اوس وخت تر منځ په حالاتو کې ډېر توپیر راغلی، هغه مهال مو خلک تر ډېر بریده سم وو، خو اوس شل کاله تبلیغاتو وځپل، اوس داسې اسانه څوک دغومره زور او جبر نه منی، حالات بدل دی. البته هغه مهال هم؛ سره له دې چې هغه جبر او زور به جایز ؤ، خو معقول کار نه ؤ، مګر اوس خو بیخی په دغه شان مسائلو کې د جبر او زور وخت نه دی، د لویو بغاوتونو او ستونزو جوړېدو امکان دی. اوس چې الحمدلله؛ اصول پر ځای دی، نو په جزئی مسائلو کې باید له خورا، حکمت، تدبیر او مصلحت څخه کار واخیستل شی.

سعید

ممکن است شما دوست داشته باشید