روزنامه اصلاح
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

هر زورور موږ ته کمزوری او هر کمزوری موږ ته زورور دی!

د بهرنیو چارو وزارت سیاسی مرستیال شیرمحمد عباس ستانکزی په پکتیا ولایت کې یوې غونډې ته ویلی: د اسلامی امارت حاکمیت د الله تعالی لوی نعمت دی، خو دا نعمت په اسانه لاس ته نه دی راغلی، د دې لپاره زیاتې قربانۍ ورکړل شوې دی.  ښاغلی ستانکزی ویلی: له څو لسیزو وروسته موږ الله ج د سولې په نعمت ونازولو او په ټول هیواد کې سراسر امن تامین دی، هیڅ ځای نه جګړه شته او نه هم پاټکسالاری. دلته د هر چا سر او مال خوندی دی، افغانستان د خپلواک، ازاد او یو اسلامی نظام خاوند دی.

نوموړی زیاته کړه: که غواړئ، چې دا نظام پیاوړی کړو، نو دا د هرافغان دنده ده، چې په خپلو برخو کې په اخلاص او رښتینوالی کار وکړو او خپل اسلامی نظام له هره پلوه په خپلو پښو ودروو.

ښاغلی ستانکزی په ټولو مسلکی او وړ خلکو غږ وکړ: راځئ پخوانۍ ناخوالې، ډلې ټپلې او نور مسایل یوې خواته کړو او نوی ژوند پیل کړو، هر افغان دا حق لری، چې په خپله ساحه کې کار تر سره کړی. راځئ، نور له تخریب او زورواکۍ تېر شو، نور د مسلمان او افغان په کلمه سره یو ځای کېږو.

نوموړی زیاته کړه: موږ ته عدالت مهم دی، ځکه خو ‌هر زورور موږ ته کمزوری او هر کمزوری موږ ته زورور دی!

نوموړی چارواکو ته لارښوونه وکړه، چې له ولس سره ښه چلند وکړئ. نور بس دی ولس موزیات تکلیفونه تېر کړل.

 سوداګرو او تجارانو ته یې په خطاب کې وویل، چې اوس ښه فرصت دی، چې پانګونه وکړئ؛ نه مو څوک پانګونه غلا کولی شی او نه مو څوک سر او مال ته خطر دی، نو راځئ نور خپل هیواد پخپله جوړ کړو. همداراز اقتصادی ستونزو ته یې په اشارې وویل: ان شاءالله ژر ده، چې دا ستونزه به هم حل شی، موږ په هره برخه کې جدی هلې ځلې کوو.

ممکن است شما دوست داشته باشید