روزنامه اصلاح برای بار اول در ۲۹ دلو ۱۳۰۰ هش مطابق به ۱۸ فبروری ۱۹۲۱میلادی به نگارندگی و سر دبیری محمد بشیر در شهر خان آباد شروع به نشرات کرد. دراین نشریه بعد از شماره ۱۶ بجای مدیر و سر دبیر تنها سر دبیر وبجای محمد بشیر ، حافظ فیض محمد درج گردیده است.
در مرحله اول، این جریده در یک صفحه بروی کاغذ نازک شکری رنگ در مطبعه سنگی خان آباد نشر میگردید. موضوعات این جریده را سر مقاله، مطالبی در باره حوادث داخلی، حوادث خارجی، ادبیات، مسایلی برای سر گرمی و مقالات علمی تشکیل میداد. در پیشانی اخبار درج شده بود.
د نورستان په برګمیټال، کانتیوا، ملېل ماشپه او دواب ولسوالیو کې خلکو ته د معیاری خدماتو وړاندې کولو په موخه د سویډن کمېټې په مالی ملاتړ لوی او منځنی روغتیایی مرکزونه جوړېږی چې د رغولو چارې یې پرون پیل شوې دی.
په نورستان کې د اسلامی امارت ځایی چارواکی وایی چې د سویډن موسسې کارکوونکو ته یې په یادو ولسوالیو کې د هر راز همکارۍ ډاډ ورکړی دی.
دغه روغتیایی مرکزونه د سوېډن موسسې د رغونې او ابادۍ پروګرام په آډانه کې جوړیږی. د هېواد په ختیځ کې د یادې موسسې مسوول منیېر احمد منیب پرون د نورستان له والی حافظ محمد آغا حیکم سره کتلی او د پروژو معلومات یې ورسره شریک کړی دی.
ښاغلی منیب په دې کتنه کې ویلی چې د یادو پروژو تدارکاتی چارې بشپړې شوې او د پروژې د تطبیق او پلې کېدو لپاره یې رسمآ کار پیل کړی دی.
هغه زیاتوی، چې د نورستان د ولایتی ادارې له لارښوونې وروسته یې د کانتیوا روغتیایی مرکز د جوړولو چارې پیل کړې دی.
په ورته وخت کې د نورستان والی ښاغلی حکیم، د سوېډن موسسې کارکووونکو ته د ولایتی ادارې له لورې د هر راز همکارۍ ډاډ ورکړی. هغه ویلی چې روغتیایی مرکزونه د نورستان د غریب ولس په ژوند کې اساسی رول لری او په رغولو کې یې باید د نورستان ولایت موسمی شرایط په پام کې ونیول شی او کیفیت ته یې هم ځانګړې پاملرنه وشی.
والی ویلی، ولایتی اداره هڅه کوی چې د مرکز او همکارو ادارو په مرسته د روغتیا په برخه کې لا ډېرې اسانتیاوې رامنځ ته کړی، چې د نورستان خلک د روغتیا په برخه کې له ستونزو خلاص شی.
د یادونې وړ ده، چې په تېر کې د نورستان روغتیایی سکتور د لومړنیو روغتیایی خدماتو وړاندې کولو کې ستونزې لرلې؛ خو د اسلامی امارت په واکمنېدو سره په ټول نورستان کې خلک له روغتیایی خدمتونو څخه برخمن او ګټه ترې اخلی.