روزنامه اصلاح
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

نورستان کې یو روغتیایی مرکز ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

شریعت: د نورستان د عامی روغتیا ریاست مسوولین وایی، چې د دغه ولایت د مرکز پارون اړوند کانتوا کې یو روغتیایی مرکز د سویډن کمېټې په ۴.۴ میلیونو افغانیو مالی ملاتړ ګټې اخیستنې ته وسپارل شول.

د نورستان د عامې روغتیا رئیس مولوی نقیب الله نوری وویل، چې د کانتوا بشپړ روغتیایی مرکز د بیارغونې د سویډن کمېټې په مالی لګښت جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.

د سویډن کمېټې د روغتیا برخې مسوول  ډاکټر عبدالله روان باختر آژانس سیمه ییز خبریال ته وویل، چې نورستان په ختیځ زون کې له نورو ولایتونو سره متفاوته جغرافیه لری او کومک کونکې موسسې مسوولیت لری، څو د نورو ولایتونو په پرتله نورستان ته پاملرنه زیاته وکړی.

ممکن است شما دوست داشته باشید