روزنامه اصلاح
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

نورستان کې د پخوانی حکومت والی او سناتور د اسلامی امارت له اوسنی استازی سره وکتل

شریعت: په تیر نظام کې د دې ولایت پخوانې والې حافظ عبدالقیوم او سناتور عبدالطیف نهظت یار د نورستان والې حافظ محمدآغا حکیم سره په خپل کور کې وکتل، او همغږۍ د لا پیاوړتیا په موخه یې خبرې او بحثونه وکړل.

دوې له اسلامې امارت نه خپل بشپړ ملاتړ څرکند کړل او د دی نظام د پیاوړتیا لپاره چمتو یو چې خپلې نیکې مشورې درسره شریکې کړو.

همدا راز دوې د خپلې سیمې ستونزې والې سره شریکې کړې او د حل په موخه یی غوښتنه وکړه.

د نورستان والې حافظ محمد آغا حکیم دوې ته ښه راغلاست ترڅنګ یې د ستونزو د حل په موخه فردې او ټولنیزو مکلفیتونو ټنګار وکړ، چې یو هوسا او پرمختللې افغانستان په موخه باید ټول یو بل ته لاسونه ورکړو.

نوموړې هیله وښوده چې ډیر ژر به افغانان یو هوسا او ارام ژوند خاوندان شې. همداراز والې د دوې مشورې ارزښناکې یادې کړې او ستنوزو د حل په موخه ورته ډاډ ورکړ.

ممکن است شما دوست داشته باشید