روزنامه اصلاح
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

نورستان کې د پاسپورټ له درکه ۳ میلونه ۷۵۱ زره افغانۍ عواید ترلاسه شوی دی

د نورستان ولایت د پاسپورت آمریت چارواکو وایی په نورستان ولایت کی د تیرې یوی میاشتی راهیسی د پاسپورټونو له درکه یی ۳ میلونه ۷۵۱ زره عواید راټول کړی دی او د ملی بودیجی په ځانګړی کوډ کی په منظم ډول جمع کړی دی.

دوی وایی د تیرو کلونو په پرتله په عوایدو کې ۹۸ سلنه زیاتوالی راغلی چی علت یی د اسلامی امارت د مسولینو ملاتړ او د پاسپورټونو لپاره د مراجعیونو لیوالتیا ښایی.

د نورستان ولایت د پاسپورت آمر امان الله امیرې وایی د مرکز په ګډون د نورستان ولایت بیلابیلو ولسوالیو او د هیواد مختلفو ولایتونو خلک په ګڼ شمیر کی د پاسپورټونو اخستلو لپاره مراجع کوی او دوی هم به غیر له ځنډه په پوره شفافیت سره ورته کارونه خلاصوی.

هغه زیاته کړه تر اوسه پوری له کوم جدی ستوزی سره مخ نه یو شوی او یوه ورځ لپاره یی هم دفتر دروازی د مراجعیونو پرمخ نه دی بندی شوی او فعالیتونه یی په عادی ډول روان دی.

نوموړی وایی یوه میاشت کیږی چې نورستان ولایت کې د پاسپورټونو د ویش بهیر پیل شوی، د همدی مودی راهسی یی ۸۳۰ غوښتنلکونه اخستی، ۸۱۲ تنو بایو مترک پروسه ترسره شوی ده او په همدمره تعداد کی یی پاسپوټونه مرکز ته د روستی کړنو ترسره کولو په موخه لیږلی دی.

هغه وایی که چیرته کارونه یی همداسی دوام وکړی په عوایدو کی به یی نور هم زیاتوالی راشی.

ممکن است شما دوست داشته باشید