روزنامه اصلاح
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

نن د قوشتېپې لوی کانال افتتاح کیږی

شریعت:افغان حکومت سرچېنې وایی چې نن به د قوشتېپې لوی کانال د ریاست الوزراء لومړی مرستیال ملا عبدالغنی برادر په لاس افتتاح او چارې پیل شی.

احمدالله وثیق پر خپل ټویټر لیکلی دی چې د قوشتېپې کانال  پروژه د افغانستان په تاریخ کې لویه او حیاتی پروژه ده چې پر مټ به یې درې نیم میلیونه جریبه ځمکه خړوبه شی.

هغه زیاته کړې چې دې پروژې کې به په یو وخت ۲۸۰۰ ماشینری کار کوی.

نن ټکی اسیا ته هم د حکومت د ننه سرچېنو ویلی دی چې حکومت د ۱۴۰۱هـ ش کال بودیجه کې د قوشتېپې کانال لپاره شاوخوا ۶ میلیارده افغانۍ بودیجه تخصیص کړې ده.

د قوش تیپې د اوبو لګونې هغه پروژه ده چې په ۲۰۱۸ کال کې یې د امکان سنجۍ مطالعات پیل شوی وو او د سیمې  په کچه د اوبو لګونې ستره پروژه ګڼل کېږی.

د قوشتیپې کانال د امو له سیند څخه په کال کې ۱۰ میلیارده مترمکعبه اوبه را اخلی او د ۲۸۰ کیلو مترو په اوږدوالی، ۱۰۰ متره پلنوالی او ۸.۵ متره ژوروالی  سره د کندوز، بلخ، فاریاب او جوزجان ولایتونو شاوخوا ۵ لکه هکتاره وچې ځمکې خړوبولی شی.

د قوشتېپې کانال به په یوه ثانیه کې ۶۵۰ متره مکعب اوبه انتقال کړی چې په ترڅ کې به یې شاوخوا شاړې صحراوې ټولې زرغونې شی.

‏د قوش تیپې کانال درې پړاوونه لری. لومړی پړاو یې چې ۱۰۸ کیلومیتره اوږدوالی لری، د آمو له سیند څخه پیل کیږی او د بلخ ولایت دولت آباد ولسوالۍ ته رسیږی.

د دوهم پړاو اوږدوالی ۱۷۷ کیلو میتره دی چې د بلخ له دولت آباد څخه ‏پیل کیږی، د جوزجان ولایت له اقچې ولسوالۍ څخه تېریږی او د فاریاب ولایت اندخوۍ ولسوالۍ ته رسیږی.

دریم پړاو پر زراعتی ځمکو د فرعی کانالونو د تقسیم دی. دغه پروژه به په شپږ کاله کې تکمیلیږی چې د لومړی پړاو د بشپړتیا لپاره یو کال او د پاتې دوو پړاوونو لپاره پنځه کاله وخت په نظر کې ‏نیول شوی دی. او تخمینی بودیجه ورته شپږ ملیارده افغانۍ ټاکل شوې ده. دا پروژه به نهیوازې افغانستان د غنمو له پلوه خودکفاء کړی، بلکې نورو هیوادونو ته د صادرولو جوګه به یې هم کړی. او د دې تر څنګ لسګونه زراعتی او تولیداتی فارمونه هم د پروژې سره په پام کې نیول شوی دی.

د چارو شننونکی وایی چې د قوشتېپې کانال پروژه بشپړه شی په افغانستان کې یو لوی کرنییز انقلاب رامنځته شی.

ممکن است شما دوست داشته باشید