روزنامه اصلاح
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

ننګرهار: په  ۳۰۰ جریبه ځمکه کې د مالټو بڼونه جوړېږی

د ننګرهار د کانال ریاست مسوولین وایی، چې د ۴ لسیزو وروسته د کابو۱۷ میلیونه افغانیو په لګښت د هډې فارم شپږم بلاک په شاوخوا ۳۰۰ جریبه ځمکې کې د مالټو بڼوڼه او د اوبخور د څاڅکو سیستم جوړېږی.

د یاد بلاک (۱۳۴،۱۳۵،۱۳۶،۱۳۸ ) نمره ځمکې به ۲۶ زره د مالټو  بوټی وکرل شی، سمسوره او په شنې ساحې به بدله شی.

د اټکل له مخې ۱۷ میلیونه افغانۍ پرې لګښت راځی او کابو ۳۰۰ تنو ته به د کارزمینه برابره شی.

د ننګرهار کانال ریاست مسوولین وایی، چې د کرنې د میکانیزه کولو کومې ژمنې مو چې د خپل ولس او هېوادوالو سره کړې دی  یو په بل پسې د عملی کېدو په درشل کې دی.

ښه بېلګه یې دا ۳۰۰ جریبه ځمکه ده، چې پرې به مالټه باغونه او د اوبخور د څاڅکو سیستم جوړ او تطبیق شی.

ممکن است شما دوست داشته باشید