روزنامه اصلاح
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

نظر محمد مطمئن: د المپیک ملی کمیټه د پنجشیر ولایت ورزشکارانو سره هر اړخیزې مرستی کوی

شریعت: د المپیک ملی کمېټې او سپورټ عمومی رئیس نظر محمد مطمئن او ورسره مل پلاوی د پنجشېر د ورزشی وضعیت د ارزونې او په دغه  ولایت کې د والیبال خزانی سیالیو د پایلوبې په مراسمو کې د ګډون په موخه یاد ولایت ته سفر وکړ.

له مطمئن سره په دغه سفر کې د المپیک ملی کمېټې اجرائیه رئیس داد محمدپاینده اختری، د بدنی روزنې او سپورټ عمومی ریاست مشاورینو قاری  حیات الله رحمانی او حکمت الله ضعیف او د یادې کمېټې یو شمېر نورو مسولینو هم ملتیا کوله.

د المپیک ملی کمېټې او سپورټ عمومی رئیس نظر محمد مطمئن د پنجشېر ولایت د والیبال د خزانی سیالیو د پایلوبې په مراسمو کې یاد ولایت ته د سفر او د والیبال د پایلوبې په مراسمو کې د ګډون له کبله خوښی څرګنده کړه.

د یادونې وړ ده چې نوموړی د پنجشېر ورزشکارنو ته د هر اړخېز ملاتړ ډاډ ورکړ.

د والیبال دغه غوره لیګ د پنجشېر ولایت د مرکز او ولسوالیو د ۱۲ لوبډلو ترمنځ یوه اوونۍ مخکې پیل شوی و، چې پایلوبې ته یې د پریان ولسوالۍ او پنجشېر د مرکز لوبډلو لار موندلې وه، چې د پریان ولسوالۍ لوبډلې خپلې سیالې لوبډلې ته ۲-۱ په توپیر ماتې ورکړه او د دې سیالیو اتلولی یې وګټله.

یاده دې وی، چې په پای کې د المپیک ملی کمېتې او سپورټ عمومی ریاست له لوری د یاد ولایت له ورزشکارانو سره د ورزشی سامان الاتو مرسته هم وشوه او  مراسم ګټونکې لوبډلې ته د کپ او غوره ورزشکارانو ته د مډالونو په ورکولو سره پای ته ورسېدل.

ممکن است شما دوست داشته باشید