روزنامه اصلاح
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

میدان وردګو کې زرګونو مالدارانو او بزګرانو سره مرسته وشوه

شریعت: د میدان وردګو ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «FAO» په مالی او د «Stars» مؤسسې په تخنیکی همکارۍ د دې ولایت د سیدآباد او بهسود ولسوالۍ په ۲۴۹۰ مالدارانو د څارویو متراکم خوراکی توکی وېشلی دی.

د میدان وردګو ولایت د کرنې ریاست چارواکی وایی، چې د څارویو متراکم خوراکی توکی د بېوزله مالدارانو د اقتصادی پیاوړتیا، حیوانی محصولاتو زیاتوالی او د مالدارانو د کورنیو خوړو خوندیتوب په موخه وېشلی دی.

د چارواکو په خبره د مرستې په دې پروسه کې هغه مالداران شامل دی، چې د طبیعی پېښو له وجې ځپل شوی و او هر مالدار ته ۲۰۰ کیلوګرامه د څارویو مترکم خوراکی توکی ورکړل شوی دی.

له دغو مرستو برخمن شوې مالداران دکرنې وزارت څخه مننه وکړه، چې په دې سختو شرایطو کې د دوی ملاتړ کوی او د لازیاتو همکاریو غوښتونکی شول.

د یو بل خبر له مخې:  د میدان وردګو ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې (FAO) په مالی او د (FGA) مؤسسې په تخنیکی همکارۍ د دې ولایت د جلریز او بهسودو ولسوالۍ پر ۱۸۰۰ بزګرانو یوریا کیمیاوی سرې وېشی.

دغه سرې د دې ولایت د جلریز او بهسودو په ولسوالیو کې پر هغو بزګرانو وېشل کېږی، چې تردې وړاندې یې د غنمو اصلاح شوی تخمونه تر لاسه کړی دی. په دې لړۍ کې هر بزګر ته ۵۰ کیلو ګرامه یوریا سپینه سره په پام کې نیول شوې ده، چې په ترڅ کې یې ۱۸۰۰ بزګران ترې برخمن کېږی.

دا مرستې د دې ولایت د بزګرانو ملاتړ او په دې ولایت کې د کرکېلی د پراختیا او ترویج په پار ترسره کېږی.

ممکن است شما دوست داشته باشید