روزنامه اصلاح
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

موږ په ټول هېواد کې متوازن انکشاف غواړو

د اوبو او انرژی وزارت مرستیال مولوی عارف الله عارف او د اوبو او انرژی وزارت معین انجنیر مجیب الرحمن عمر د پکتیا د زرمت ولسوالی له مشرانو او مخورو سره وکتل.

د باختر آژانس دخبرله مخې؛ په دې کتنه کې د زرمت ولسوالۍ مشرانو او مخورو         د اوبو او انرژۍ په برخه کې د دې ولسوالۍ د خلکو ستونزې او اړتیاووې د اوبو او انرژۍ وزارت له مرستیالانو سره شریکې کړې او د حل غوښتنه یې وکړه.

دغه راز د اوبو او انرژۍ وزارت مرستیال انجنیرمجیب الرحمن عمر د دوی د خبرو له اورېدو وروسته وویل: موږ په ټول افغانستان کې د انکشافی پروژو په تطبیق کې متوازن انکشاف غواړو.

هغه زیاته کړه، په تېر وخت کې د پراختیایی پروژو په پلی کولو کې بې عدالتی کېده، خو  د اوبو او انرژۍ وزارت په  ټول هېواد کې  پراختیایی  پروژې په  متوازن  ډول  پلی کوی.

په همدې حال کې د اوبو او انرژۍ وزارت  د پروګرامونو رییس انجنیر رفیع الله ستانکزی د دغه وزارت د راتلونکو پروژو په اړه د پکتیا په ځانګړې توګه د زرمت ولسوالۍ د پروژو په اړه معلومات ورکړل او ویې ویل چې د پکتیا په زرمت ولسوالۍ کې د “ګاویانو” بند پروژه په پلان کې شامله ده چې د ډیزاین کار له بشپړیدو وروسته      د جوړولو کار یې  پیل شی.

ممکن است شما دوست داشته باشید