روزنامه اصلاح
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

مونږ پر ځان اخته مخلوق، څنګه ځان وژغورو؟

عرفان الله شرفزوی

جګړه کې مقابل لوری کوښښ کوی خپل حریف له منځه یوسی، خو که په له منځه وړلو یې نه توانېږی، نو بیا هڅه کوی دومره یې وځپی، چې بیا د تل لپاره خپل عادی حالت ته را ونه ګرځېدلی شی او پر خپل ځان بوخت پاتې شی.

د معاصر استعمار د پراخې جګړې له ګڼو اړخونو یو هم د خپل حریف پر ځان د اخته کولو اړخ دی. شل کاله وړاندې چې امریکا د خپلو اشرګرو په ملتیا د افغانستان خاوره تر پښو لاندې کړه، نو د خپلو مخالفینو د ځپلو لپاره یې خپله ټوله هڅه وکړه، چې اقتصادی سرچینې یې وچې کړی او آن د دوی واړه واړه کاروبارونه هم ور وتړی؛ څو دوی د اقتصاد له اړخه دومره کمزوری وی، چې ونشی کړای ځان ته د سهار او ماښام ډوډۍ ومومی. امریکا په خپل دې تصمیم کې تر ډېره بریالۍ شوه او مونږ وینو چې امریکا له همدې په نهاره خېټه مبارزینو ماتې وخوړه، خو دوی چې اوس د افغانستان د واک چارې په لاس لری، خو بیا هم دومره څه نه لری چې کم تر کمه ځان ته پرې یوه سرپناه جوړه کړی.

هغوی چې د معاصر استعمار د دغه کار ژوره کتنه نشی کولی، نو خامخا پوښتنه ورته را ولاړېږی، چې ولې معاصر استعمار دغسې کوی؟ ددې ګڼ ځوابونه دی، خو عمده دلیل یې په نړیواله کچه د اسلامی مبارزینو د فعالیتونو ټکنی، کمزوری او نابریالی ساتل دی. په دې معنا که چېرې یو څوک د اقتصاد له پلوه بسیا وی، نو خامخا خپل بې چاره ګاونډی او همفکره ته د مرستې لاس ورکوی او دده په مرسته هغه تقویه مومی. امریکا په همدې موخه په افغانستان کې د اقتصاد له پلوه خپل مخالفین وځپل؛ ترڅو که احیاناً د افغانستان د واک چارې بیا دوی ته په لاس ورځی، نو باید دوی دومره اقتصادی ځواک ونه لری چې هم ځان پرې وپالی او هم په ګاونډ یا نړۍ کې کوم بل همفکره مبارز ته د مرستې لاس ورکړی. پر امریکا او اشرګرو یې بریالی شوی افغان مبارزین اوس مهال د امریکا د اقتصادی جګړې پراخ اثار په خپلو ځانونو کې وینی او ځپلی اقتصاد یې ددې اجازه نه ورکوی، چې کوم بل چاته د مرستې لاس ورکړی.

حل لارې یې شته، خو لنډه او مثبته حللاره یې د حکومت د چارواکو له لوری دولتی ادارو ته د توکو د اخیستو او د اقتصادی پروژو د تطبیق چارې هغه چاته سپارل دی، چې له دوی سره په شل کلنه مبارزه کې اوږه په اوږه پاتې شوی وی. دوی که دوی ته دغه چانسونه په لاس ورکړل شی او حمایه شی، نو دوی له خپلې اخیستې مفکورې اړ دی، چې خپله ګټه وټه په هېواد کې پر اسلامی مرکزونو، ادارو او فعالیتونو ولګوی او هم بل چاته د ځواک ساه ورکړی.

 

ممکن است شما دوست داشته باشید