روزنامه اصلاح
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

ملګرو ملتونو کې د چین دایمی استازی: نړیواله ټولنه باید د افغانانو ملی حاکمیت، دینی عقایدو او قومی دودونو ته درناوی وکړی

 

شریعت: د ملګرو ملتونو د بشری حقونو شورا د جولای په لومړۍ نېټه د افغان ښځو او نجونو په بشری حقونو بېړنۍ غونډه راوبلله. په جنیوا کې د ملګرو ملتونو په دفتر کې د چین دایمی استازی چن شیو په دغه غونډه کې د خپلې وینا پرمهال له نړیوالې ټولنې څخه غوښتنه وکړه، چې له افغانستان سره دې زیاتې مرستې وکړی.

ښاغلی چن شیو په خپلو خبرو کې وویل، چې په افغانستان کې سختو زلزلو، چې په تېرو ۲۰ کلونو کې ساری نه لری، دغه هېواد ته د سر او مال لوی تلفات  اړولی او د ښځو او نجونو په ګډون د افغان خلکو بشری حقونه یې له سختو ګواښونو سره مخ کړی دی.

ده زیاته کړه، چې چین د افغانانو په غم  کې ځان شریک ګڼی او حکومت یې ورسره د ۵۰ میلیونو یوانو په ارزښت بېړنۍ مرستې کړی او اړوند توکی یې افغانستان ته رسېدلی دی. چین شیو ټینګار وکړ، چې نړیواله ټولنه دې د افغانستان د اړتیاوو له مخې ورسره زیاتې مرستې وکړی، څو د خلکو ستونزې ژرترژره هوارې او ژوند او چارې یې عادی شی.

دغه راز ښاغلی چن شیو وویل، چې افغانستان د تاریخ په څلور لاره کې دی او سوله او پرمختګ یې د خلکو د بشری حقونو لپاره ډېر مهم دی. نړیواله ټولنه دې د دغه هېواد خپلواکۍ، ملی حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا ، د افغانانو په خپله خوښه انتخاب، دینی عقیدې او قومی دودونو ته درناوی وکړی او له لنډمهاله حکومت سره یې دې زیات تعامل وکړی، دغه راز د نرمو کورنیو او بهرنیو پالیسیو د غوره کولو، د ترهګرۍ ضد مبارزې او د ټولو خلکو د بشری حقونو د ساتلو په برخه کې دې ورسره مرسته وکړی، څو دغه هېواد پرځان بسیا شی او د منظمې حکومتوالۍ حالت ته وګرځی.

ښاغلی چن شیو زیاته کړه، چې امریکا د افغانستان د ستونزو اصلی جوړوونکې ده. په افغانستان کې د امریکې لخوا پیل شوې جګړې د ګڼ شمېر بې ګناه خلکو ژوند اخیستی او د ګڼ شمېر ښځو او نجونو په ګډون ډېر خلک یې بې کوره کړی دی، دغه راز په بربنډه توګه یې د دغه هېواد ملی شتمنی لوټ کړې او غمځپلی خلک یې بیا له ستونزو سره مخ کړی دی. چین له امریکا څخه غوښتنه کوی، چې پر افغانستان یواړخیز بندیزونه سمدستی لغوه کړی، له شرط پرته دې افغانانو ته شتمنی بېرته ورکړی، له هغوی سره دې رښتینې مرستې وکړی او ور اړول شوی زیانونه دې یې جبران کړی.

ممکن است شما دوست داشته باشید