روزنامه اصلاح
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

ملګرو ملتونو کې د امریکا پخوانۍ استازې: افغانستان کې د امریکا شرموونکې تېښته او ناوړه پلانونه به هېر نه شی

په ملګرو ملتونو کې د امریکا پخوانۍ استازې نیکې هیلې ویلی، چې امریکا به تر کلونو-کلونو په افغانستان کې د کړو اقداماتو له امله تر نقد لاندې وی.

دا څرګندونې نیکی هیلی په لندن کې د یوه پوهنتون زده کوونکو ته د خبرو پر مهال کړی او په افغانستان کې یې د امریکا وروستی اقدامات د تأسف او اندیښنې وړ بللی دی.

نیکی هیلی ویلی، چې هغه مهال نړۍ له حساسې مرحلې تیرېده او امریکا له نړۍ خپې سپکې کړې، چې په وینا یې دا کار به امریکا ته تر کلونو- کلونو پېغور پاتې وی.

دغه راز نیکی هیلې وایی، په افغانستان کې د امریکا شرموونکې ماتې او ناوړه پلانونه به تر اوږدې مودې پورې امریکا تر پوښتنو او سوال لاندې راولی.

ممکن است شما دوست داشته باشید