روزنامه اصلاح برای بار اول در ۲۹ دلو ۱۳۰۰ هش مطابق به ۱۸ فبروری ۱۹۲۱میلادی به نگارندگی و سر دبیری محمد بشیر در شهر خان آباد شروع به نشرات کرد. دراین نشریه بعد از شماره ۱۶ بجای مدیر و سر دبیر تنها سر دبیر وبجای محمد بشیر ، حافظ فیض محمد درج گردیده است.
در مرحله اول، این جریده در یک صفحه بروی کاغذ نازک شکری رنگ در مطبعه سنگی خان آباد نشر میگردید. موضوعات این جریده را سر مقاله، مطالبی در باره حوادث داخلی، حوادث خارجی، ادبیات، مسایلی برای سر گرمی و مقالات علمی تشکیل میداد. در پیشانی اخبار درج شده بود.
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د سرپرست ملا خیرالله خیرخواه په مشرۍ پرون د دغه وزارت د مشرتابه غونډه جوړه شوه.
د باختراژانس د خبریال د خبرله مخې؛ په دې غونډه کې چې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د معینانو او د بېلابېلو څانګو د رییسانو په ګډون جوړه شوه لومړۍ د دغه وزارت د بېلابېلو برخو رییسانو او مسوولینو د خپلو کارونو رپوټونه وړاندې کړل.
دوی دغه راز د چارو د لا ښه والی په موخه خپلې یو شمېر ستونزې، وړاندیزونه اوغوښتنې د اطلاعاتو او فرهنګ له سرپرست وزیر سره شریکې کړې او د دوی د ستونزو د حل اوغوښتنو ته د رسیدګۍ په برخه کې یې د لا زیاتې پاملرنې غوښتنه وکړه.
وروسته د اطلاعاتو او فرهنګ سرپرست په خپلو خبرو کې د دغه وزارت د بېلابېلو برخو د رییسانو د کارونو قدردانی وکړه او ویې ویل؛ په اوسنیو شرایطو کې هېواد زیات کار او هلوځلو ته اړتیا لری.
هغه دغه راز ټینګار وکړ چې د چارو د لاښه والی په موخه د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د ټولو برخو مسوولین دې باید زیاتې هڅې وکړی.