روزنامه اصلاح
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

مشرانو او لیکوالو حضراتو پام !!

عبدالعزیز ابوبکر

لومړی برخه

له ډېره وخته چې ما درک کړې؛ زیاتر دا یادونه کوم چې د اسلامی امارت مغز، هډ، وینه او غوښه ډېر پاک او سپېڅلی دی او د نړیوال اشغال پر وړاندې جگړه کې بریمن راوتو راز یې همدې پاکۍ کې دی، موخه مې د اسلامی امارت رهبرۍ، لوړ پوړی مشران او د عسکری چوپړ تنکی جنگیالی او مبارزین وی چې د یو ساکښ د یادو څلورو عنصرونو په څېر د ولس ټولو قشرونو څخه پټ دی او ډېر نه پېژندل کېږی، خو هغه چې د ولس بېلابېل قشرونه آن مېرمنې او ماشومان پرې طالبان پېژنی؛ ډلگۍ مشران دی او همدوی ځانونه پر خلکو پېژندلی، ترڅو ترڅنگ په درېدو یې تر امر لاندې قربانۍ ورکړی او د اسلامی امارت د مشرانو او کشرانو د پام وړ وگرځی چې د سر سری پوستکې په څېر یې ځینې خورا سپور او وچ ځلېږی. ښه به وی له همدوی یې را پیل کړو چې د ازادۍ راتلو وړاندې زیاتر د کمېسیونونو، قطعاتو، د هېواد پر کچه حوزو، لویو مسئولیتونو او لوړو رتبو مشران هم ترې را تېر شوی او دلته را رسېدلی، پر ځانی، مالی او د پلار-وروڼو-خپلوانو-مشرانو-ملگرو په قربانیو د مجاهد فرد په توگه عسکری دورې، د سرگروپ په حیث لوبېدو او بیا ډلگۍ مشرۍ له خوږو ترخو سره بلد او پسې لوړ ختلی چې پر ځینو یې د همدې ختلو پر نیمه لاره د یادو قربانیو په پایله کې ازادی راغله، که خدای مکړه د ډلگۍ مشری او فردی خامۍ کې چې لا پر اوږو د مسئولیتونو او امرونو وړلو کې پختگی نه وی؛ واک او جذبات هضم نشی کړلای، پښه به یې ښویېدلې او آن له خپلو ارمانونو او ځانی قربانیو سره به یې لا هم جفا کړې وی.

جنگی قوماندانان چې پرې ډلگۍ مشران او په جوړولو او د لوړ پوړو مشرانو لخوا په رسمیت ورکولو یې هغوی ډېرې خوارۍ کړې او په لویو قربانیو یې لاس ته را وړې وی، رښتیا هم وړې وی او د(گۍ)په وروستاړه کمکۍ وښودلو ارزی، له دې ټکو سره ښایی د هر ډلگۍ مشر او هغو چې له دې ځینې ور لوړ شوی د سترگو لیدلی ډېر څه یې سترگو ته ودرېږی او سر گریبان ته ښکته کړی، نو اړتیا نه لیدله کېږی زیات پرې وغږېږو، خو دومره چې پښه مو نه وی ښویېدلې، د اسلامی امارت جهادی لیکو او بیا اوس اسلامی نظام کې په لائحوی تخلف او د مشرانو پر بې اطاعتۍ نه یو ککړ شوی او د یوې ښې مشرۍ ثبوت مو وړاندې کړی وی؛ اړینه ده له بشپړ غور سره خپل تېر د ټوپک له اخیستلو بیا تر ډلگۍ مشری او وروسته تر دې ځایه را رسېدو پورې گام پر گام تر پام تېر کړو.

لکه: هغو ناخوالو، دردونو، کړاوونو او د تعبیر له ټکو لوړو ستونزو تر کومې کچې اغېزمن کړی و، څو گونه او څه احساس یې را کاوه چې د روسی ښکېلاک، کورنیو جگړو او بیا۲۰کاله اشغال له أمله بېلابېل وختونه په شخصی او هم جهادی ژوند کې خپله ورسره مخ او یاهم مو د ولس جلا جلا قشرونه، خپلوان، کورنۍ او په عامه توگه مسلمه امت ترې تېرېده او رډ مو ورته کتل؟. هغه کوم لاملونه و چې د ټوپک اخیستلو ته یې اړ کړو؟ کوم وخت او څرنگه شرائطو کې؟ له کوم مجاهد ملگری او بیا قوماندان سره یو ځای شوو؟ چېر ته، کوم موسم او په څه حال کې؟ چېرته او څه ډول ناخوالې، ستړې ستومانۍ او غمیزې مو وگاللې؟ د څنگ څومره او کوم کوم خواږه-د کومو کمالاتو- ځانگړنو-مواصفاتو څښتن ملگری مو له لاسه ورکړل؟. هغه پر وینو لړلی د سنگر ملگری مو چې په څومره بې دردۍ شهیدان شول؟ هغه د څنگ یاران چې په پردېسۍ له کور او خپلوانو لیری په سنگر-خېمه-دښته-پټې-باغ-ځنگل-لوړه او هواره یې په ځخمی حالت-لوږه-تنده-گرمۍ-یخ کې زموږ په غېږ-شا-موتر سائکل-موټر کې زموږ د سترگو پر وړاندې سپېڅلې ارواوې وتښتېدې او هغوی بې روحه په وینو رنگ جسدونه را پاتې شول؟ موږ یې هغه مهال چې څومره ودردولو؛ له یو الله تعالی پرته مو له درده څوک خبر و؟.

کومې اوږدې، له خطره ډکې، نوې نابلدې لوړې ژورې او لارې گودرې چې مو وهلې؛ له فزیکې او روانی مخې به پر څه حال و؟ د پخوانی امارت د سقوط او ترې را وروسته خورا درنو او له زغمه وتلو شېبو څرنگه را ووتو؟ د جهادی سفرونو پر مهال، د جگړې د ډگر بېلابېلو جریانونو او د زندانونو بشپړو ربړونو او کړاوونو وخت پر وخت له کومو او څه ډول احساساتو سره مخ کړی و؟ له بېلابېلو اړخونو د دښمن فزیکې او مادی پرمختگونو او له همغو اړخونو خپل شاتگ به څومره ټکان را کاوه؟ د مور او پلار اولادونو، وروڼو او خویندو، مېرمنې او خپلوانو بېلتون د پیل مرحلې، د دوام بېلابېلو مرحلو، له زغمه لوړ اوږدېدو مرحلې او بیا له زندانی کېدو وروسته په ځخمی او معیوب تن ورسره یو ځای کېدو او یاهم یې د تل لپاره له لیدو بې برخې کېدو څومره کړولو؟. پر دې حال او له دې هرڅه سره مو د کوم احساس، روحیې، دلیل او داعیې له مخې وسلوال، سیاسی او فرهنگی جهاد او دې ټول څه ته اوږه ور کړې وه؟ پر څومره اخلاص مو پر مخ وړل چې زرگونه د سر بیې مو یې په داسې حال کې پرېکړې چې آن خپل سر مو هم وقف او له خپله ژونده هم تېر و؟ له کومې ورځې د خلاصون او د کومې د راتلو په أمید؟ د کوم حال او شرائطو پر کوم لوری د بدلون او تغیر پر تکل؟ د څه پای ته رسېدو او څه راتلو په هیله؟ له شهامت او شهادت پرته د کوم امتیاز او بدلې په تمه؟. وخت پر وخت به چې مرحوم ملا صاحب، ورپسې شهید منصور صاحب رحمهما الله او بیا اخندزاده صاحب او نورو مشرانو په روان جهاد کې د بریالیتوب د راز په توگه د نیت اصلاح، اخلاص، د الله تعالی پر نصرت باور، لاسته راوړنې یواځی د هغه نصرت گڼلو او پرې نه مغرور کېدو، استقامت، زغم او حوصلې، خپلمنځی یو والی او… توصیې او لارښوونې وکړې څومره به مو یې د عملی کولو هاند او هڅې کولې؟.

دا ډول هغو ټولو پړاوونو د یاد را تازه کولو او پر خوږو یا ترخو خاطرو ترې یادونې کولو په بڼه پوښتنې مطرح کړو چې موږ ترې را تېر شوی یو، په طبېعی ډول یې په هېواد کې د اسلامی امارت په سرپرستۍ د اسلامی نظام راتگ د یواځینی محسوس، ملموس او بې غباره څرگند ځواب په توگه موندلای شو او لکه څرنگه چې د جهاد او مبارزې موخو ته پر کتو واقعیت هم دی؛ بې له ځنډه پرېکړه کوو چې دا هرڅه د همدې لپاره. خو په خواشینۍ یو شمېر هغه تحولات او بدلونونه چې له واک ته رسېدو وروسته مو له ځینې کړنو په شخصیتونو او یاهم نیتونو، ارادو او خواهشاتو څخه څرگندېږی؛ په یاد ځواب او واقعیت کې آن موږ ته خپله د شک را پارېدو لامل کېږی چې رښتیا ! داسې خو به نه وی چې د اسلامی امارت تر سرپرستۍ لاندې اسلامی نظام نه، بلکې همدا نیتونه، ارادې او د زړه غوښتنې مو وې چې په نظام کې به وزارتونو او رتبو ته لوړ شو؟ او داسې نور.

 

ممکن است شما دوست داشته باشید