روزنامه اصلاح
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

مسیح الهدی او مسیح الدجال یا مسیحیات او دجالیات

وروستۍ برخه     /     ترتیب: محمد جاوېد «حنیف»

مسیحیات

د عیسی علیه السلام وفات

له عایشې رضی الله عنها څخه روایت دی چې:

ژباړه: عایشې رضی الله عنها وفرمایل: چې ای د الله رسوله زه داسې فکر کوم چې له تا وروسته به ژوندی ېم، نو آیا اجازه راکوې چې ستا تر څنګ ښخه شم ؟ رسول الله صلی الله علیه وسلم ورته وفرمایل: هغه ځای به تاته څنګه په لاس درشی ؟ هلته خو زما ابوبکر عمر او عیسی علیه السلام له قبرونو پرته د بل چا ځای نشته.

عبدالله بن سلام رضی الله عنه روایت کوی چې.

ژباړه: په تورات کې د رسول الله صلی الله علیه وسلم د ځانګړتیاوو اړوند لیکل شوی وو چې عیسی بن مرېم به له ده سره دفن شی.

او همدارنګه

ژباړه: عبدالله بن سلام رضی الله عنه وائی چې عیسی علیه السلام به د رسول الله صلی الله علیه وسلم له دوو ملګرو سره نږدې دفن شی او د عیسی علیه السلام قبر به ېې څلورم وی.

له عیسی علیه السلام څخه وروسته ؟

ژباړه: ابو هریره رضی الله عنه روایت کوی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: کله چې عیسی علیه السلام رانازل شی ، نو دجال به ووژنی او څلوېښت کاله به په دنیا کې ژوندی وی. په خلکو کې به د الله تعالی د کتاب او زما د سنتو له مخې عمل کوی، او خلک به د هغه له مرګ وروسته د د بنو تمیم د قبېلې ېو کس د عیسی علیه السلام په ځای خلیفه مقرر کړی، چې مقعد به نومیږی او د مقعد له مړینې وروسته به دیرش کاله تیر نه وی چې قرآنکریم به د خلکو له سینو او صحیفو څخه پورته کړای شی.

له ځینو احادیثو څخه معلومیږی چې د عیسی علیه السلام له وفات وروسته به قیامت ډیر ژر راشی.

په فتح الباری کې د عبدالله بن عمرو بن العاص رضی الله عنه څخه دا ارشاد نقل شوی چې کله لمر له لویدیځ څخه راوخیژی نو له دې څخه وروسته ۱۲۰ کاله به خلک په دنیا کې ژوندی وی.

دجالیات

وروستی برخه

له شیطانی سمندر څخه تر شیطانی مثلث پورې!

ستری ستری بحری کښتی، نظامی او ملکی تیارې، لښکری او صفونه فوځیان څنګه ژوندی ژړانده ورکې شی ؟

چا چیرته او د څه لپاره؟. څه ډول د نړی ابرځواکونه زبردسته ټکنالوجی او د لټون کلک عظمونه خپل لادرکه موقعیتونه نسی موندلای.

د اوبو پر شا دا ساحې تر ځولو خطرناکی، اسراری او له رازونو څخه ډکی دی .

برمودا مثلث!

د بحر اقیانوس په مغرب د امریکا د فلوریډا د ایالت په جنوبی مشق کی داسې یوه سیمه موجوده ده چی په برمودا مثلث باندی پیژندل کیږی.

دا حصه د یوه مثلث شکل لری.

او ویل ګیږی چی داشیطانی سمندری برخه ده، دا له دې امله چی په دې سیمه کی داسې عجیب او غریب واقعات پېښ شوی دی چی تر نن ورځی پوری یې لاملونه لا ندی معلوم. د معاصری ټګنالوجی باوجود د ټولی نړی ساینس پوهان او څېړونکی په دې موضوع کی مختلفی رایی لری. خو هیچا یې کوم واضح تشیح یا خپلی رایی ته جوت دلیلونه ندی راوړی.     ترڅو دا ثابته شې چی آخر ددې سمندر په تل کې داس کوم راز دی چی له امله یې په لاره تلونکی هوایی او سمندری جازونه او کښتی

غرقی شی، پسی ورکی شی د حکومتونو په سطحه له لټون وروسته یې بیا هم هیڅ څرک ندی لګېدلی.

له دې کبله له عصری ټکنالوجی باوجود ټولی بحری کښتی پردې سیمی نه ورځی او د هوایی تیارو عمله هم سپرلی نه پرې کوی چی پر برمودا مثلث باندی دپاسه تیریږی. دا علاقې ډیر کم نفوس لری. اکثره جزیری یې غیر ابادی دی. برمودا مثلث ته ورته په سمندر کی بله سیمه هم

شته چی کټمټ همداس له رازونو څخه ډکی پیښی پکښی شوی دی.

هغه بیا شیطانی سمندر یادولی شی نومیږی.

بالاخره ددې برمودا مثلث او ډل شوی حقیقت څه دی. پرې د پوهېدنی لپاره یې دینی او ساینسی دواړه اړخونه د څېړنی لاندی نیسو.

د برمودا مثلث په اړه تر هر چا وړاندی کرستوفرکولمبس په کال ۱۹۹۲ کی نقل کړی وو. د نوموړی په استناد  د یوه سفر په جریان کی د سمندر پر یوې حصې لوړه او کښته کی رڼا ولیدله او په سمندر کی یې د اور لمبې ولیدلې. او علاوه پر دې یې قطب نما یا کمپاس صحیح طرف نه ښودی. مطلب دا چی په سیمه کی مقناطیسی څپې موجودی وې. او نهایت خریق العده غیر معمولی حرکات یې د سمندر په دې حصه کی ولیدل.

په داس حال کی چی د برمودا مثلث په تړاو لومړی واقعه په ۱۸ پېړی کی رامنځته شوې وه.

کله چی په ۱۸۱۳ کی د امریکا د ۳ جمهورئیس معاوین لور اډوس پر دې لاره د خپل پلار لیدلو ته په پترویټ کښتی کی وه نیویارک ښار ته تلل ژوندی ژړانده ورکه شوه.

د پټرویټ کښتی کپتان د نړی بهترین کپتان بلل کېدی. دغه لوړپوړی چارواکی د ټول هیواد په کچه زور وکړ چی خپله ورکه لور پیداکړی لاکن هیڅ معلومات یې ونه شو. له یادې واقعې ۱ کال وروسته په کال ۱۸۱۴ کی د امریکا یوه ستره کښتی واس بې هم په برمودا مثلث کی ورکه شوه. ددې کښتی چلوونکی هم د خپل وخت

نامتو کپتان بلل کېدی.

او له دې وروسته په مسل سل ډول د بحری کښتیانو د ورکېدلو یوه نه ختمېدونکې سلسله شروع شوه. تر ټولو وېروونکې پېښه هغه وخت رامنځ ته شوه کله چی د برمودا مثلث پر اوبو یوه کښتی داسې وموندل شوه چی ټوله سپرلی او عمله یې غایبه وه. د خوراک پر مېز خوراکونه داسی موجود وو. لکه ټولو چی خوراک کړی وی او بیا تللی وی. د هیڅ پیښی هیڅ نښه نه وه. همدې ته ورته یوه بله پېښه هغه وخت رامنځ ته شوه چی د ایس ایس ټیل نومی یوه کښتی د برمودا مثلث ته څېرمه بغیر له مسافرو او چلوونکو وموندل شوه او دا ډول پیښی پخوا هم رامنځ ته شوی وې.

لاکن ترټولو عجیبه جودا وه چی تر یو وخته پوری دا په کاغذاتو کی غرقه شوې ثبت شوې وه. لاکن له کلونو څخه وروسته بیا هم دا کښتی صحیح او سلامته وموندل شوه. هغه هم د کومی سپرلی او عملې پرته. خو

سوال اوس دادی چی دا غرقی شوی کښتی اوس څنګه د اوبو پر سر راته ګرځی؟

له ۱۸۵۰ څخه بیا تر اوسه لسګونه بحری کښتی غرقی سوی ثبت سوی دی. خو له ۱۹۴۵ څخه په راپدې خوا هوایی تیارې ورکېدل هم پیل سوه. کله چی له فلوریډا ایالت څخه ۱۰ تربیه تی تیارې پرواز راوکړ ده

بیرته ګرځېدو پروخت ۲ تیارې ورڅخه ورکی سوې. څو ورځی وروسته دانوری تیارې هم ورسره ورکی شوې. کله چی د یادو تیارو او شاګردانو د پیداکولو لپاره یوه بله نظامی تیاره ولېږدول سوه هغه هم پسی ورکه شوه. بیا یې هیڅ معلومات ونه شو. ولو که تر دې وخته پوری برمودا مثلث په سمندر کی په لسهاوو او سله اوو بحری کښتی او هوایی جهازونه ورک

شوی دی خو د امریکا په بحری نقشو کی ددې اړوند هیڅ یادونه نشته. ساینس پوهان وایی چی دا پیښی د سمندر په نورو برخو کی د پیښو څخه توپیر نه لری. بعضی یې بیاوایی چی دا پیښی د مقناطیسی څپوپه پایله کی رامنځ ته کیږی. کمپاس یا قطب نما کار پریږدی ځکه نو دا پیښی رامنځ ته کیږی. بعضی یې بیا وایی چی دلته زلزلې ستری ستری سمندری څپې رامنځ ته کوی. چی کښتی خپلی خواته په کشولو ډوبوی. او وایی چی هوایی جهازونه د سمندری او مقناطیسی څپو له امله په سمندر کی راغورځی .

ددې واقعاتو سربیره بعضی ساینس پوهان وایی چی دلته کومه غټه کښتی نده غرقه شوې بلکی د مقناطیسی څپو له امله وړې کښتی غرقی شوی دی او دا بحث له پېړیو راشروع دی. او ساینس پوهان په دې برخه کی جدی اختلاف هم سره لری. هلته د کښتی کمپاسونه کار کول پریږدی

په داسې حال چی د ورکو شویو کښتیو سالم پیدا کېدنه هم تر اوسه کوم مستدلل وضاحت نه لری.

او ټول ساینس پوهان له دې عصری ټکنالوجی له لرلو باوجود ددې راز له کشفولو څخه قاصر دی .

اوس راځو د سمندر  یوې بلی سیمی ته چی ډیولس یا شیطانی دریاب هم ورته ویل کیږی. کبلای خان د مغولو خاندان یو له مهمو جنګی سپاه سالارانو څخه وو. هغه په ۱۳ پېړی کی د جاپان د  اشغال هڅه وکړه

لاکن د حملې پر وخت مکمل فوځ په اوبو کی د نامعلومو دلایلو له مخی غرق شو. دا فوځ یې داسی کوچنی فوځ هم نه وو. دوی پوره ۴۰۰۰۰ زره تنه وو.

دا هم هغه ساحه ده چی د بحر الکاهل د جاپان له ټوکیو ښار څخه ۱۰۰کیلومیټره لیری د مک جزیرې ته څیرمه ده. او ډیول سی یا د شیطان دریاب بلل کیږی .

د بحر اقیانوس د برمودا مثلث او د بحر الکاهل د ډیول سی مثلث تر منځ واقعا یو نا قابله فهم تړاو موجود دی چی بېشکه شیطانی به

وی. دا چی ساینسی معلومات مستدلل او مدلل نه دی او پرې اتقاء منتج نه ده

همدا راز پر یوه خوله نه دی راځی دا موضوع له مذهبی نګاه څخه وڅېړو.

د حضرت تمیم الداری (رض) حدیث ددې دواړو سمندری ساحو په اړه موږ ته سالم درک راکولای او په بشپړ مو سوالونه راجواب کولای شی.

ددې روایت په استناد ویل کیږی چی حضرت محمد (ص) ټوله صحابه راټول کړل. او و یې فرمایل چی حضرت تمیم الداری(رض) ماته یوه داسې واقعه بیان کړه کومه چی ما تاسو ته د دجال په اړوند بیانوله. هغه ماته وویل چی هغه د لخم او جزام د قبیلو له ۳۰ نفرو سره یوځای ده سمندر په بحری کښتی کی روان سو. خو ددوی کښتی د سمندری توپان هدف وګرځېدله او پوره ۱ میاشت دورې هورې ګرځېدل تردې چی هغوی  یوې جزیرې ته ورسېدل او دا وخت د لمر د پرېوتلو وو. هغه پر یوه کوچنی کښتی سپور شو او جزیرې ته داخل شو. هلته هغوی یو ځناور ولیدی چی پر جسم باندی یې ډیر ویښتان درلودل. چی د ویښتانو د ډیروالی له امله یې جسامت ورک وو.

حضرت تمیم الداری( رض) ورته وویل چی خانه دی خرابه شه ته آخر څه شی یې، دې ځناور جواب ورکړ چی زه حصاصه یم، حضرت تمیم الداری (رض) وویل چی حصاصه څه دی. دې ځناور جواب ورکړ، چی اې خلکو په دې خونه کی موجود دې سړی خوا ته ورشی، هغه ستاسو د خبرو په ډیر تجسس منتظر دی.

حضرت تمیم الدار ی(رض) وډار شو چی هسی نه دا ځناور کوم شیطان وی کوم مشکل راپیښ نه کړی نو له همدې کبله هغوی په ډیر تلوار  خونی ته ورننوتل. چیرته چی هغه د لوړ قد مظبوط کس ولیدی. هغه له ځنګنونو څخه بیا تر بجلکو پوری تړلی وو.

هغه د اوسپنو په زولنو قید وو چی په ظریعه یې لاسونه له غاړی سره تړل شوی وو .

حضرت تمیم الداری(رض) ورڅخه وپوښتل چی ته څه شی یې. سړی جواب ورکړ چی ته به ژر پوه شې چی زه څوک یم. خو اول دا راته ووایه چی ته څوک یې. حضرت تمیم الدار ی(رض) جواب ورکړ چی موږ عربان یو، او بیا موږ د ټول سفر داستان ور واوروی. دې سړی بیا وپوښتل چی ماته د بیسان د نخلیستان په اړه ووایاست.

حضرت تمیم الداری(رض) و پوښتل چی په دې اړوند کومه پوښتنه کول غواړې، دې سړی وپوښتل چی ددې باغ ونی ثمر کوی. حضرت تمیم الداری(رض) جواب ورکړ چی هو کوی یې. دې سړی بیا پوښتنه وکړه چی ماته د جهیل تبریه په اړوند ووایه چی ایا هلته اوبه موجودی دی ورته وویل شول چی هو هلته اوبه شته.

بیا یې وپوښتل چی خلک له دې اوبو څخه خپلی ځمکی خړوبوی او ماته د حضرت محمد(ص ) په اړوند هم ووایاست. حضرت تمیم الداری(رض) ورته وویل چی هغه له مکې څخه ووتی او اوس یثرت ته راغلی دی.

بیا دې کس و پوښتل چی رسول الله(ص) له عربانو سره جنګ وکړ او هلته یې له ده سره څه او څه وکړل. حضرت تمیم الداری
( رض) ټوله کیسه ورته وکړه او ورته یې وویل چی حضرت محمد(ص) پر عربانو باندی غالب کړای شو.

بیا دې شخص ورته وویل چی اوس زه خپل ځان درښېم. چی زه دجال یم او ډیر ژر به د خروج اجازه راکړل شی.

له دې واقعې بریښی چی دجال له پېړیو راهیسی پیداشوی دی. او یوازی د خپلی ازادی په انتظار کی دی. او هغه په یوه غیر اباده سیمه کی له خلکو لیری یواځی قید دی.

او هغه د غیر معمولی طاقتونو خاوند دی او غلامان یې ګړی په ګړی د دنیا له حالاتو څخه خبروی.

حضور اکرم(ص) خپله عصا ۳ ځله پر ځمکه باندی ووهله دا طیبه ده، دا طیبه ده، دا طیبه ده. ما تاسو ته همدا ویل چی دجال نه د شام په سمندر کی دی نه په یمن کی دی بلکی په د مشق کی دی. که له جزیره العرب څخه د مشق پر طرف باندی وګورو نو یوازی ۲ داسی ځایونه شته چی د مغرب اوسېدونکی یې هم شیطانی سمندر یا ډیول س بولی .

لحاظه د حدیث د الفاظو مطابق دجال په مشق کی دی. او ډیر علمای کرام ددې حدیث په رڼا کی دا فکر کوی چی هغه سمندری علاقې چیرته چی دجال زندانی دی هغه یا برمودا مثلث دی یا به ډیول س وی .

او کومو سیمو ته چی برمودا او شیطانی سمندر ورنژدې دی هغو سیمو کی د شیطان عبادت په عروج کی دی. جدالی فتنې له بل هر ځای څخه هلته ډیری دی. او له همغه ځایونو څخه و نورو کونجونو ته
فروغ کوی .

د همدې سیمی خلک اکثر ملحدان دی. او دشیطان د تهذیب د تپلو په هدف نهایت ډیره خواری کاږی. حقیقت دا دی چی د برمودا مثلث او شیطانی سمندر پر کنارو باندی شیطانی تهذیب رایج دی.

او همدا تهذیب ټوله نړی په غیږ کی نیول غواړی. نبی کریم(ص) په یوه بل مبارک حدیث شریف کی فرمایلی دی چی که د دجال حضور زما په غیر موجودګی کی وو نو که له تاسو څخه کوم څوک هم ورسره مخ سو. نو ورباندی دی د سوره الکهف ابتدایی آیتونه ووایی. ترڅو الله(ج) تاسو له دې ستری فتنې وژغوری .

ده دجال په لښکر کی به ۷۰۰۰۰ تنه شامل وی چی له فوق العاده طاقتونو سره به دحضرت عیسی(ع)او حضرت مهدی حفظه الله سره جګړه کوی.

او دا به د حق او باطل فیصله وی. او ددغه مقصد د پوره کولو لپاره به دوی( ېهود)  مسجد اقصی ضرور شهیدوی

ماخذ: دجال څوک دی

ممکن است شما دوست داشته باشید