روزنامه اصلاح
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

مسیح الهدی او مسیح الدجال یا مسیحیات او دجالیات

مسیحیات

د وفا د لارې لارویان

۳- کله چې عیسویان له عیسی علیه السلام سره بې حده مینه پیل کړه، نو د همدې رېښتینې مینې دوه تقاضې ېې هېرې کړې:

«لومړی تقاضا داده چې د هغه بشپړ اطاعت او سرښندنې ېې هېرې کړې.» دوهم دا چې د عیسی علیه السلام له دښمنانو څخه ېې نفرت او کرکه ونه کړه. لنده دا، اخر مسله تردې ځایه راورسېده پر ځای د دې چې هغه ېو رېښتینی پیغمبر وګڼی په خدایتوب ېې ونیوه، او د عیسی علیه السلام د دښمنانو سره د نفرت په ځای ېې مینه ورسره پیل کړه.

مسلمانان به له عیسی علیه السلام او ملګرو سره یی د اخری زمانې په ستر جنګ کې ونډه اخلی او له یهودانو، مسیح الدجال او د هغو له ملګرو سره به خونړۍ جګړه کوی. سره له دې عیسویان له مسلمانانو سره کینه لری، چې د هغوی د پیغمبر عیسی علیه السلام یادونه له ادب او تعظیم پرته نه کوی، خو بل خوا همدا عیسویان بیا له یهودانو سره مینه لری چې د ټولو پیغمبرانو په شان د عیسویانو د سپیڅلی پیغمبر بې ادبی هم کوی او د دوی په ګمان د هغه قاتلان هم دی.

د اخری جګړې ډګر:

۴- د نړۍ په سطحه درې لوی ملتونه (مسلمانان، عیسویان او یهودان) د عیسی علیه السلام د راتګ په تمه دی ، خو توپیر ېوازې په دې کې دی چې یهودان مسیح کاذب یا دروغجن رېښتینی لارښود ګڼی او مسلمانان او عیسویان رښتینی مسیح ته په انتظار شپې ورځې سبا کوی.

کوم توپیر چې ډېر ارزښت لری هغه دادی چې په اوسنی وخت کې یهودان او عیسویان په ډېر شدت سره د غایب مسیح هیله مند دی.

په امریکا کې نژدې اتیا زره بنیاد پرسته پادریان (د دوئ علماء) شتون لری چې له دوی څخه ډېر پادریان له زرو عیسوی راډیوګانو څخه تقریرونه کوی او دوی، سل د عیسویت تلویزونی چینلې هم لری، په دوی کې زیاتره ېې د (Dispensationalism) ډلې خاوندان دی، دا ډله کسان په دې عقیده دی چې ډېر ژر به مسیح علیه السلام راشی او ېوه ستره جګړه به ونښلی.

دداسې خلکو شمېر هم ډېر دی چې دوی د بایبل په اړه ډېر ښوونځی او پوهنځی لری. په ۱۹۹۸ م کال د بایبل د ښوونځیو د زده کړیالانو شمېر له سل زرو څخه زیات وو، په دوی کې د ۸۰-۹۰ سلنه د (Dispensationalism) ښوونکی او زده کوونکی دی. له همدې بایبل ښوونځیو څخه په فارغېدو ترې پادریان جوړ شی چې د خپلو عقیدو لپاره دعوت او تبلیغ کوی.

لنډه دا چې ددې خلکو پوخ باور دی چې یوه لویه او ویروونکی تباهی راروانه ده خو دوی ته به ېوه شیبه تکلیف هم نه وی.

د امریکا ولسمشر ریګن په ۱۹۸۱ م کال له جیم بیکر نومی پادری سره په خپلو خبرو کې وویل:

تاسو لږ فکر وکړی! لږ تر لږه شل میلیونه عسکر به له ختیځ څخه او په میلیونونو به له لویدیځ څخه وی، د روم ( یانې لویدېځې اروپا) له بیارغونې څخه وروسته به عیسی مسیح پر هغو خلکو برید وکړی چې د هغوی ښار ېروشېلم ېې لوټلی دی، له دې وروسته به پر هغو لښکر هم حمله وکړی چې په ارمېګاډون نومې سیمه کې راټول شوی وی. په دې کې شک نشته چې ېروشېلم څخه تر دوو میله فاصلې پورې به ورسیږی. دغه ټوله ډله به له جنګی سامان آلاتو، د څارویو او انسانانو له جسدونو او وینو څخه ډکه شی، پر داسې خبره په اسانۍ نه پوهېږم، انسان له بل انسان سره دا ډول کړنې تصور کولی هم نشی، خو په دې ورځ به الله تعالی انسانی فطرت ته اجازه ورکړی چې خپل ځان بشپړ ښکاره کړی، د نړۍ ټول ښارونه لندن، پاریس، توکیو، نیویارک، لاس انجلس، شیکاګو ټول به د انسانی هستی څخه نابود شی.

ولسمشر جورج ډبلیو بوش ېوه ورځ نارې کړې او ویې ویل: ماته د الله تعالی له لوری نیغ په نیغه لارښوونې کیږی.

ېوه یادونه ضروری ده هغه دا چې په امریکا کې زیاتره ولسمشران شیطان پرسطان دی چې شیطان خپل خدای بولی او د هغه عبادت کوی.

ریورنډ کلایډ لوټ یو پادری دی چې هغه د بایبل د یو ایت په تفسیر کې داسې وایی: د یهودانو درېم هیکل په لازمی توګه ېروشېلم ته د مسیح له راتګ مخکې اباد شی. نوموړی پادری د داسې سور غوایی یا غوا د ذبح کولو خبره کوی چې هېڅ داغ ونه لری، چې له دې وروسته به د راتلونکی هیکل د جوړیدو مراسم بشپړ شی. دوی د هیکل له خاطره پخوانی اسلامی عبادت ځایونه ( مسجد اقصی او صخره ګنبده) ونړوی، کلایډ په دې باور دی چې د الله تعالی په شمول به دا کار په مناسب وخت کې ترسره شی.

په ۱۹۹۸ م کال کې ېوې اسرائیلی خبرپاڼې کې ولیدل شول چې په ویل شوی وو، د دوئ موخه داده چې اسلامی عبادت ځایونه لرې او پرځای یې یهودی هیکلونه ورغوی، خبر پاڼه زیاتوی چې ددې هیکل د جوړیدو مناسب وخت راغلی دی.

اسرایلو د اخری عظیم جنګ ډرامې ته پوره تیاری نیولې ده.  دا چې پر پخوانی ځمکه د عبادت لپاره له سره بیا د عبادت ځای جوړ کړی، د موسی علیه السلام د فرمانونو له مخې یو ځای شته چې باید په هغه ځای کې جوړ شی، چې هغه ماونټ موریا ده.

(دا هغه ځای دی چې له دې مخکې پکې ډیر نور عبادت ځایونه جوړ شوی وو، یعنی عین مسجد اقصی د ام معراج کنبده باندې).

لنډه دا چې لویدیځ وال په دې عقیده دی چې سپیڅلی پلار ( عیسی علیه السلام) له راتګ څخه وروسته بیرته اسمان ته پورته شی، هغه به هلته د اسمان په بالاخانو کې ناست وی او له هغه ځایه به د اخری جګړې ننداره کوی.

دجالیات څلورمه برخه

د دجال ملګری:

رسول الله صلی الله علیه وسلم په دې اړه په حدیث کې فرمایی:

ژباړه: د دجال زیاتره پیروان به یهودان او ښځې وی.

دلته ېوه پوښتنه راولاړیږی او هغه دا چې د یهودانو شمېر خو ډېر لږ دی، سره له دې به دجال څنګه د خپل مذهب نړیوال کولو لپاره هلې ځلې وکړی ؟ ددې ځواب دادی چې یهودان به له نورو خلکو سره دوکې او درغلی وکړی او له دې لارې به صهیونیستان هم له ځان سره ملګری کړی.

صهیونی هغه شخص ته وېل کېږی، چې ېهودی وی او که نه وی، خو د یهودانو د موخو لاسته راوړلو لپاره د یهودانو د لاس اله وګرځی.

د یهودانو په فریب کې به هغه عیسویانو، هندوان او مسلمانان ولویږی چې ځان به د دجال له فتنې څخه ونشی ژغورلی. او د هغه په دام کې به راګیر شی ، امریکا او اروپایی هېوادونه به د یهودانو په شکنجه کې ولویږی.

د هندوستان له اسراییلو سره ملګرتیا له هېچا پټه نه ده ، څه موده مخکې کله چې د امریکا خلایی هیئت (کولمبیا) د ځمکې مدار ته داخلیده، نو له داخلیدو سره تباه شو، له دې سره دا راز هم افشا شو چې په دې کې څلور امریکایان، درې اسراییل او هندوستان د فضا له تسخیر او تابع کولو وروسته د خلا د تسخیرولو اراده درلوده.

پاتې شو دجالی مسلمانان ، دا به هغه کسان وی چې د فکری استعمار او فکری ارتداد له لارې د دجال ملګری شوی وی ، دا به هغه کسان وی چې نه به په حرامو به په حلالو وی، بلکې خوری به ېې، خپل ژوند به ېې په عیش او عشرت تیروی او د خپل دین هیڅ پروا به نه کوی.

د دجال له فتنې څخه د ژغورنې دوه لارې:

۱ – له داسې ځایونو څخه ځان وساتل شی چې هلته د عامې وژنې امکان ډیر وی، په دې ورځو کې دې مؤمنان له سترو ښارونو څخه ډډه وکړی او غوره به دا وی چې غرنیزو کلیوالی سیمو ته ورشی. په ښارونو کې خو هسې هم د فتنو موقعې ډېرې وی او د نیک چاپیریال نه ښکاری.

۲- د جهاد لپاره تیاری نیول یانې مخکې له دې چې بل څوک مو ووژنی ، باید ځان پر دین قربان کړو یا په بل عبارت: د قتل هر ځای شهادت غوره کول، چې دا به د مومنانو لپاره ستر بریالیتوب او د دجالی ځواکونو د ناکامی وسیله وی.

ماخذ: دجال څوک دی

ممکن است شما دوست داشته باشید