روزنامه اصلاح برای بار اول در ۲۹ دلو ۱۳۰۰ هش مطابق به ۱۸ فبروری ۱۹۲۱میلادی به نگارندگی و سر دبیری محمد بشیر در شهر خان آباد شروع به نشرات کرد. دراین نشریه بعد از شماره ۱۶ بجای مدیر و سر دبیر تنها سر دبیر وبجای محمد بشیر ، حافظ فیض محمد درج گردیده است.
در مرحله اول، این جریده در یک صفحه بروی کاغذ نازک شکری رنگ در مطبعه سنگی خان آباد نشر میگردید. موضوعات این جریده را سر مقاله، مطالبی در باره حوادث داخلی، حوادث خارجی، ادبیات، مسایلی برای سر گرمی و مقالات علمی تشکیل میداد. در پیشانی اخبار درج شده بود.
باختر آژانس: د ترانسپورټ او هوایی چلند وزارت له مختلفو وزارتونو او ادارو سره په ګډه کابل ته د ټولومسافروړونکو موټرو د تګ را تګ لپاره مشخصې کرایې وټاکلې.
یاد وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلی دی، چې دغه مشخصې کرایې د عدلیې، صنعت او تجارت او مالیې وزارتونو، د نورم او سټنډرډ ادارې او د خوندیتوب او تخنیک د ریاست له استازو سره په ګډه ټاکل شوې دی.
د ترانسپورټ او هوایی چلند وزارت ټول ترانسپورټی شرکتونه او موټر چلوونکی مکلف کړی، چې له ټاکل شویو کرایو څخه سرغړونه ونه کړی.
دا په داسې حال کې ده چې تر دې وړاندې مسافرو کابل او ولایتونو ته د تګ راتګ پرمهال له لوړو کرایو څخه شکایت درلود او غوښتنه یې دا وه چې د مسافرو لپاره دې مشخصې او مناسبې کرایې وټاکل شی.