روزنامه اصلاح
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

مذهبی جګړې د حال او راتلونکې فتنه!

سعید جواد

 

له بده مرغه زموږ په ټولنه کې دا تیر څلویښت کاله د مذهبی تنوع ترعنوان لاندې مذهبی اختلاف ته ډیر زیآت کار وشو چې په پایله کې یې متاسفانه دا ټولنه په ډیر بده توګه په مذهبی تعصب بلاربه شوه او له بدمرغه دا زیږون به زموږ دا دینی ټولنه په سیکولر ټولنه بدله کړی،داسې چې زموږ دینی قربانۍ به دتاریخ له حافظې هم محوه کړی.

مذهبی جکړې،تمدنی ناورین!

اروپا کې دعیسوی مذهب د دوه فرقو پروتسانت او کاتولیکانو ترمنځ سختې جګړې وشوې،پایله یې دا شوه چې اروپایی انسان د دین له هر ډول تفسیر څخه منکر شو،داسې انقلاب راغی چې کاتولیک،پروټسټ او هر هغه مذهبی مشر یې کونج ته کړ چې د دین قمچین یې په لاس کې وه.

اروپا خپله سیکولره نشوه بلکې دمذهبی مشرانو خپل منځی جګړو،اختلافونو او شخړو اړ کړه چې دین یوې څنډې ته کړی،ځکه دین یوازې اروپایی انسان ته جګړه،بدمرغی،تعصب،کینه او کرکه ورپریښې وه او واحده ټولنه یې په بیلابیلو برخو ویشلې وه.

په اسلامی نړۍ کې دشیعه او سنی ټکر وروسته اوس هلته په هر مذهبی اسلامپال باور له منځه تللی دی،نن تاسې عراق وګورئ چې په مذهبی جګړه کې سوځی،همغه عراق چې په ټول منځنی ختیځ کې یې ځواک بې ساری ؤ،هغه عراق چې دخپلې بقاء او لوړتیا لپاره په کویټ او تهران کې په جګړه بوخت ؤ،همغه عراق امریکا او غرب په خپل مذهبی جګړو کې ښکیل کړ،پرچه پرچه یې کړ،اوس دامریکا،ایران،روسیې،ترکیې،اسرایل او سعودی عربستان ترمنځ داسې یو لوبغالی دی چې هر یو پکې دخپلو ګټو لپاره ځغلی،همغه عراق کې اوس سیکولار مصطفی الکاظمی باندې ولسونه باور کوی،خو مذهبی مقتدا الصدر پکې یوې څنډې ته دی،هلته کوم بل سنی هم نشته چې ددین په نماینده ګۍ ولس ته ودریږی،دا ځکه چې دینی ادرسونه ډیر بد پاتې راغلل،تاسې که سوریې،یمن،لبنان،سودان او نورو هیوادونو ته سر ورښکاره کړئ،د بر بادۍ په سترو لاملونو کې یې مذهبی جګړې او ټکرونه دی،نو خدای مکړه دغه بد وایروس زموږ هیواد هم په غیږ کې ونه نیسی داسې چې بیا به مو خلاصون په هیڅ ډول نه وی.

بیا به په دې خاوره نه څوک حنفی منی،نه سلفی،نه به څوک سیفی منی او نه اخوانی،بلکې دا خاوره به بیا داسې له دینی حرکتونو څخه پاکه وی،لکه نن چې ترې تاجکستان،ازبکستان،ترکمنستان او یو شمیر نور هیوادونه پاک دی او دا مهال به ټوله پړه دهغه مذهبی ډلو په اوږو وی چې ټولنه یې په دې بد زیږون بلاربه کړې وه.

مذهبی جګړې له کومه ځایه سرچینه اخلی؟

له بده مرغه په ټولو اسلامی جماعتونو کې دا تصور عام شوی دی چې دده مخالف لوری،ګمراه او بې لارې دی،کله چې په یوه جماعت کې خپلو پیروانو ته دا تصور ورکول کیږی چې دحق کرښه هغه ده چې ستاسې مرشد او مشر کښلې ده،نو راتلونکې ټولنه به حتما له داسې ټکرونو سره مخ کیږی چې د زغم وړ نه وی.

دا ځکه چې هغه نسل چې دغه مذهبی جماعتونه یې ټولنې ته وړاندې کوی هیڅکله د روغې او جوړې په لاره نه ځی،ځکه چې ده ته ویل شوی دی چې مخالف لوری یې په باطله دی او ته په حق یې او حق او باطل کله هم تر یوه چتر لاندې ژوند نشی کولای،یا په بل تعبیر،د حق او باطل ترمنځ روغه ناممکنه ده او دا جګړه به یې ترمنځ تر قیامته روانه وی.

د دینی جماعتونو ترمنځ دخوش بینۍ پر ځای بدبینی،دمنځلاریتوب پرځای توندلاری،دتوافق پر ځای اختلاف،دمینې پرځای کرکه خپرول ددې سبب کیږی چې ټولنه هم په مذهبی تعصب ککړه کړی.

هیوادونه،دمذهبی جګړې ترټولو بد بایلونکی!

د نړۍ لوی ځواکونه دخپلو موخو او اهدافو د تحقق لپاره په دریمه نړۍ کې بیلابیلې لارې چارې استعمالوی چې یوه یې هم مذهبی جګړه ده،دا مذهبی جګړې بیا دومره بد حد ته ورسیږی چې نه پکې مسجدونه خوندی وی او نه هدیرې،نه پکې دفترونه خوندی وی او نه مدرسې.

دا مذهبی جګړې هغه ټولنې په ملا ماتوی چې په کومه کې زیږیدلی دی او دهمدغه ټولنې په غیږه کې تر بلوغه رسیدلی دی،همدا مذهبی جګړې له هیوادونو علمی،خلک اخلی،پرمختګونه یې ریبی،د ولسونو په زړونو کې د دین سره دمحبت پر ځای له دینه کرکه زیږوی،او بده یې لا دا چې تر ټولو ډیر قربانی یې بیا عام ولسونه وی،هر هغه هیواد چې دا بدمرغه جګړه پکې پیل شی،هغه هیواد دبربادۍ په داسې لاره روان شوی دی چې بیرته یې راګرځیدل که ناممکن نه وی ستونزمن خو حتما دی.

رب دې شیخ سردار ولی او شیخ رحیم الله حقانی وبښی او دعلماؤ روان قتل عام دې همدلته پای ته و رسوی.

ممکن است شما دوست داشته باشید