روزنامه اصلاح
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

مارکس پوتزل افغانستان کې د ملگرو ملتونو مرستیال ځانګړی استازی شو

ملګرو ملتونو د افغانستان لپاره نوی مرستیال ځانګړی استازی معرفی کړی دی. د ملګرو ملتونو پر وېبپاڼه په خپره شوې اعلامیه کې راغلی چې د افغانستان لپاره د آلمان اوسنی ځانګړی استازی مارکس پوتزل، د انتونیو ګوتریش له لوری د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د عمومی منشی مرستیال ځانګړی استازی ټاکل شوی دی.

نوموړی به له دې وروسته په افغانستان کې د ملګرو ملتونو په سیاسی استازولۍ کې د ملګرو ملتونو د ماموریت په چوکاټ کې دنده ترسره کوی. پوتزل داسې مهال په دې دنده ګومارل کېږی چې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د اوسنۍ استازې دیبورا لاینز کاری موده پای ته رسېدلې ده.

بلخوا پوتزل بیا کلونه په دیپلوماتیکه برخه کې کار کړی دی، په افغانستان کې د آلمان سفیر و، اوس د المان ځانګړی استازی دی او په ادبیاتو کې د دوکتورا تر کچې زده کړې لری، چې په انګلیسی، آلمانی او فارسی ژبه روانې خبرې کولی شی.

ممکن است شما دوست داشته باشید