روزنامه اصلاح
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

لښکرګاه کی سره صلیب د ملکه ثریا روغتون سره د درملو مرسته وکړه

د هلمند په مرکزلښکرګاه کې د سره صلیب نړیوالی کمېټې ICRC لخوا د ملکه ثریا۵۰ بستریز نسایی او ولادی روغتون سره د ۶۱ قلمه درملو چی ټول په ۱۳۹ کارتونونو کی وو همکاری وکړه.
د یاد روغتون آمر ډاکتر محمد ولی همت له باختر آژانس سره د خبرو پرمهال د سره صلیب نړیوالی ادارې څخه د مننی ترڅنګ وویل؛ دې نسایی او ولادی روغتون ته هره ورځ د ناروغانو مراجعه زیاته ده، چی په وینایی یاد درمل به یې د ۳ میاشتو لپاره د درملو د کمښت اړتیا ور پوره کړی.
نوموړی وویل، دوی ته د عامی روغتیا ریاست له لوری هم درمل ورکول کېږی، خو زیاتوی چې د زیاتو ناروغانو د درملنی او عملیاتو پر مهال د درملو استعمال ډېر وی. د یاد روغتون آمرغوښتنه کوله، چې د سره صلیب په څېر دی نوری مرستندویه نړیوالی اداری هم د درملو مرستی راسره وکړی. د یادونی وړ ده، چی سور صلیب نړیواله کمېټه د هلمند ترڅنګ په ټول هیواد کی د درملو تر څنګ په نورو برخو کی هم له خلکو سره مرستی کړی.

ممکن است شما دوست داشته باشید