روزنامه اصلاح
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

له څو لسیزو وروسته د بلخ ولایت سیلو بیا فعاله شوه

شریعت: د بلخ د سیلو مشر ویلی؛ له ۲۵ کلن ځنډ وروسته د بلخ سیلو بیا کار پیل او یو ځل بیا به د دغې سیلو ډوډۍ پر قول اردو، پولیسو او ملکی روغتونونو ووېشل شی.

د بلخ سیلو د مشر محمد جاوید صدیقی د څرګندونو له مخې؛ پخوا به هره ورځ اته ټنه اوړه پخیدل، خو اوس به څلور څلوېښت ټنه اوړه پخېږی، چې ډوډۍ به یې پر پوځی او ملکی ادارو ووېشل شی.

دوی وایی؛ د سیلو د ملکیتونو له کرایې څخه شاوخوا یو میلیون و اته سوه زره افغانۍ د دولت خزانې ته انتقالیږی.

دغه راز د دغه کارځی مدیر محمد حسن وایی، چې له فعالیدو سره به یې یو شمېر بې روزګاره ښاریانو ته د کار زمینه برابره شی.

د بلخ سیلو  انجنیر غلام فاروق، چې د سیلو کارځی په فعالېدو کې یې هڅې کړې هم وایی، چې په دې  چارځی کې به یو شمېر ډېرو کسانو ته د کار زمینه برابره شی.

دا  چارځی په ١٣۶٢ لمریز لېږدیز کال کې د پخوانی شوروی اتحاد د همکارۍ له مخې د مزارشریف ښار په سویل کې جوړه شوه او تر ١٣٧۵ کال پورې یې فعالیت کاوه. په دې فابریکه کې د غنمو د ذخیره کولو او غنمو د اوړو کولو آسانتیاوې هم شته.

ممکن است شما دوست داشته باشید